د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې د نړیوالو کړکېچونو له زیاتېدو سره بشردوستانه کارکوونکي د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو لپاره په ګواښمنو او بې ثباتو سیمو کې فعالیت کوي، خو دا هڅې له مخ پر زیاتېدونکو خطرونو سره مخ شوې دي.
نوموړي سازمان شنبه د اګست پر ۱۵مه په اېکس کې لیکلي چې بشردوستانه کارکوونکي د دندو پر مهال د مرګژوبلې، نیول کېدو، ګواښ او له فعالیت څخه د مخنیوي په څېر ګواښونو سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې د مرستندویو کارکوونکو خوندیتوب په دې موخه اړین دی چې له کړکېچونو اغېزمنو خلکو ته اړینې مرستې ورسېږي.
په وروستیو کالو کې په تېره بیا په کړکېچنو سیمو کې د جګړو او ناامنۍ له زیاتېدو سره هممهاله د مرستندویو کارکوونکو فعالیتونه او اړمنو ته د مرستو د رسولو بهیر ستونزمن شوی دی.





