۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) اعلان کړی چې ایټالیا په افغانستان کې له راستنېدونکو او اغېزمنو کوربه ټولنو څخه د ملاتړ په موخه دوه میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.
نوموړي سازمان دوشنبه د تلې پر ۲۸مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا مرسته به د څه باندې ۲۰ زرو کسانو پر بیاادغام ولګېږي چې نیمايي به یې مېرمنې او نجونې وي.
دا مرسته داسې مهال شوې چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.
له دې سره هممهاله د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف اعلان کړی چې په دغه هېواد کې به هغو افغانانو ته د اوسېدو اجازه ورکړل شي چې باوري اسناد لري.





