د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې نجات معلا مجید ویلي چې په نړۍ کې نږدې ۴۵ میلیونه ماشومان د جګړو، طبیعي پېښو او اقلیمي بحران له امله بېځایه شوي دي.
ملګرو ملتونو شنبه د اکتوبر پر ۱۷مه راپور ورکړی معلا مجید د هغو ماشومانو د خوندیتوب لپاره چې له مخ پر زیاتېدونکو کړکېچونو سره مخ دي، د غښتلو نړیوالو اقداماتو غوښتنه کړې.
نوموړې ویلي، د خوړو ناامني او د ټيکنالوژۍ چټک پرمختګ هم د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو هڅې له ننګونو سره مخ کړې دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دا څرګندونې عمومي اسامبلې ته د وروستي راپور له وړاندې کولو وروسته کړې او دا راپور یې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د زیاتو هڅو د راټولولو په موخه «د ویښتیا زنګ» بللی دی.
دا راپور د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو د لومړنۍ نړیوالې څېړنې له شلمې کلیزې سره هممهاله وړاندې شوی دی.
معلا مجید ویلي، که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې نړۍ بدلونونه تجربه کړي، نړیواله ټولنه د کوویډ – ۱۹ وبا له پای ته رسېدو وروسته هم له پېچلو او هممهالو کړکېچونو سره مخ ده.





