۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۲ روغتیايي مرکزونه ځنډېدلي او څه باندې ۱۳ زره ماشومان د بشري مرستو د کمښت له کبله د خوارځواکۍ د درملنې له پروګرامونو بې برخې شوي دي.
نوموړي بنسټ سهشنبه د زمري پر ۱۳مه راپور ورکړی چې د نښتو، بېکارۍ، د خوراکي توکو لوړې بیې او بشري مرستو ته د بودیجې کمښت په څېر ننګونې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پراخېدو لوی لاملونه دي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې روان کال هم د تغذیې پاتې پروګرامونه د درملیزو خوړو له شدید کمښت سره مخ دي.
دا کمښت په منځني ختیځ کې د نښتو او له پاکستان سره د لارو د بندېدو له کبله رامنځته شوی دی.
نوموړي سازمان ویلي چې په اکمالاتي لارو کې د ګډوډیو او د لګښتونو د زیاتېدو له امله، په افغانستان کې نږدې یو میلیون هغه میندې او ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته دي، د پنځو میاشتو لپاره د تغذیې له اړینو خدماتو بېبرخې پاتې شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د بودیجې د کمښت دوام ښايي د تغذیې حیاتي خدماتو ته د ماشومانو او میندو لاسرسی نور هم محدود او په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناروین لا پسې سخت کړي.





