۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې د افغانستان په تړاو نوی پرېکړهلیک صادر کړی دی. دې پرېکړهلیک کې د طالبانو د چارسمبالي حکومت د رسمیت پېژندنې بهیر ځنډول شوی دی.
دغه سازمان دا پرېکړهلیک د دوشنبې پر ورځ د لیندۍ پر پنځلسمه د افغانستان او د میانمار پوځي حکومت په هکله صادر کړی دی.
د معلوماتو له مخې دا پرېکړهلیک د ملګرو ملتونو د اعتبارورکولو نفوذي کمېټې له لوري تصویب شوی، چې دې کمېټه کې امریکا، روسیه او چین دي. دا پرېکړهلیک د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو لخوا پرته له رای ورکولو څخه په متفقه توګه تصویب شو.
دغه راز تېره اوونۍ کمېټې وړاندیز وکړ، چې د میانمار او افغان استازو د اعتبار په اړه خپله پریکړه اوسنۍ عمومي غونډې ته چې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې پای ته رسیږي، وځنډوي.
دغه سازمان د طالبانو له لوري ملګرو ملتونو ته وړاندیز شوی استازی هم رد کړې و.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو چارسمبالي حکومت سهیل شاهین ملګرو ملتونو ته خپل دایمي استازی وړاندیز کړی و.