۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له وروستيو راهيسې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه بنسټ پنجشنبه د زمري پر ۸مه، په یوه راپور کې ویلي چې د کډوالو پراخې بېرته راستنېدنې پر هغو خدمتونو او زېربناوو سخت فشار راوستی چې له دې وړاندې هم د سرچینو له کمښت سره مخ وې.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ټینګار کړی چې د افغانستان نږدې نیمايي وګړي لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دغه بنسټ په وینا، را ستنېدونکي کډوال او د هغوی کوربه ټولنې له بېوزلۍ، د خوړو له ناامنۍ، د استوګنې له کمښت، بنسټیزو خدمتونو ته له محدود لاسرسي او د اقلیمي بدلونونو له امله له رامنځته کېدونکو ګواښونو سره مخ دي.
په راپور کې ټینګار شوی چې یوازې لنډمهالې بشري مرستې د دغه ناورين د هواري لپاره بسنه نه کوي او باید د زېربناوو د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د عامه خدمتونو د پیاوړتیا او د سیمهییزو ټولنو د وړتیاوو د لوړولو په څېر پر دوامدارو حللارو تمرکز وشي.




