• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور؛ ترهګرې ډلې لاهم افغانستان ته د یوه خوندي ځای په سترګه ګوري

امین کاوه امین کاوه
۲۳ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1720886235]
Yuki IWAMURA / AFP

Yuki IWAMURA / AFP

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل نوي راپور کې ویلي چې ترهګرې ډلې افغانستان ته د خوندي ځای په سترګه ګوري. د راپور په حواله، د ترهګرو ډلو پر وړاندې د طالبانو نرمښت دې ته لار هواروي چې په خبره یې، د ترهګرۍ لمن نورو ګاونډیو هېوادونو ته پراخه شي. په راپور کې ټينګار شوی چې د طالبانو بې‌وسۍ القاعدې او داعش ته نوې ساه ورکړې ده. راپور کاږي چې القاعدې د کابل او ننګرهار په ګډون په پنځو ولایتونو کې د روزنې مرکزونه جوړ کړي او خوندي کورونه لري. په راپور کې راغلي چې القاعده له ستراتيژیکه اړخه زغم او له نورو اورپکو ډلو سره همکاري کوي. په راپور کې ویل شوي چې داعش پر منځنۍ اسیا د بریدونو ډېرولو تکل لري او د طالبانو امنیتي بنسټونو په بېلابېلو کچو کې یې نفوذ کړی دی. په دغه راپور کې ویل شوي چې د کابینې غړو په ګډون د طالبانو ۶۱ جګپوړي چارواکي د امنیت شورا د تحریمونو په نوملړ کې دي او په رژيم کې یې د پرېکړې واک له پښتنو سره دی. ویل شوي چې د طالبانو مشرتابه له داعش او القاعدې سره یوشان چلن نه لري او دغه راز، د دې ډلې سلفي غړي له داعش سره خواخوږي ښيي او د ټي‌ټي‌پي غړو ته له داعش سره د یوځای کېدو د مخنیوي لپاره باج ورکوي.

د راپور په حواله، طالبانو خپلو «تیوکراتیکو» پالیسو ته دوام ورکړی او د افغانانو او نړیوالو غوښتنې یې له پامه غورځولي او په خبره یې، د دغې ډلې د حکومتولۍ بڼه د طالبانو د مخکېني مشر ملاعمر سره نږدې ورته ده.

د امنیت شورا په ۲۶ مخیز راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د مشرتابه لویه برخه پښتانه دي او همداسې پاتې دی او دغه راز ویل شوي چې افغانستان په تېر کال کې د دغې ډلې د تګلارو او ایډیالوژۍ د پراخ تطبیق شاهد و.

د راپور له مخې، د توکمیزو او جناحۍ وفادارۍ په مساله کې له څرګندو ننګونو سره سره، هبت‌الله خپل واک ته دوام ورکړی او د دې ډلې کورنیو چارو او دفاع وزیران یې اطاعت ته اړ کړي داسې چې په خبره یې، د حکم له منلو پرته یې بله چاره نه لرله.

په راپور کې راغلي چې په بدخشان کې د کوکنارو د کښت مخنیوي په برخه کې د طالبانو د مشر فرمان له پامه غورځول شوی او نوموړی هڅه کوي چې په شمال کې خپل دریځ پياوړی او پر غیرپښتنو طالبانو کنټرول زیات کړي. په راپور کې ویل شوي چې په بدخشان کې د طالبانو خپل منځي اختلافاتو په دغه ولایت کې د ناامنیو د زیاتوالي په اړه د دغې ډلې اندېښنې زیاتې کړي چې په بدخشان، تخار او بغلان کې د طالب چارواکو ځای پر ځای کېدنه د کندهار نفوذ د پیاوړي کېدو په موخه شوی دی.

د راپور له مخې، په بدخشان کې د احتجاجونو له مهار سره سره، په دغه ولایت کې د طالبانو واکمني له ګواښونو او داخلي احتجاجونو سره مخ ده او په وینا یې، له دې سره کېدای شي طالبانو ته د بدخشان امنیت ننګولو زمینه برابره شي.

 د کوکنارو پر کښت له بندیز څخه د طالبانو ګټه او د کروندګرو زیان

د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې د کوکنارو پر کښت د بندیز اغیزو ارزونه له وخته مخکې ده؛ خو په وینا یې، د طالبانو جګپوړو چارواکو ترې ګټه اخیستې او کروندګر زیان ویني. په راپور کې ویل شوي: «په افغانستان کې د نشه يي توکو سوداګري، د کوکنارو ګودامونو لامله پام وړ ده.»

له القاعده سره د طالبانو اړیکې

د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په خپل راپور کې ویلي چې د طالبانو د بې‌وسۍ لامله القاعدې نوې ساه اخیستې او دغې شبکې د کابل او ننګرهار په ګډون په پنځو ولایتونو کې د روزنې مرکزونه جوړ کړي دي.

په راپور کې راغلي چې القاعده له ستراتیژیکي اړخه صبوره ده او له نورو اورپکو ډلو سره همکاري کوي او دغه راز، له طالبانو سره د اړیکو دوام ته لومړیتوب ورکوي. د راپور له مخې، دغې شبکې خپلو پټو فعالیتونو ته دوام ورکړی چې د دوحې هوکړې ته د طالبانو ژمنتیا څرګنده کړي.

د امنیت شورا راپور کاږي چې القاعده د خپلو عملیاتي وړتیاوو پر بیاروغونه بوخته ده او په لویه کچه بریدونو لپاره یې وړتیا محدوده ده. راپور زیاتوي چې لویو ترهګرو بریدونو ته د دغې شبکې نیت ثابت دی او له خپلو شریکانو سره د بهرنیو عملیاتو ترسراوي لپاره کار کوي.

په راپور کې راغلي: «القاعدې خپلې تنظیمي چارې او د افرادو جذب له سره پېل کړی، د کابل او ننګرهار به ګډون یې په پنځو ولایتونو کې روزنځایونه جوړ کړي او خوندي کورونه لري. د فعالیتونو دا پراختیا د دې لامل شوې چې د القاعدې زیات شمېر جنګیالي له بهره افغانستان ته راشي.»

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د القاعده د مشر او د دغې ډلې د ځواک ځای ځایګي معلوم نه دی؛ خو په افغانستان کې د دې شبکې مشران له جنګسالارانو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي. د راپور له مخې، د القاعدې مبلغین، استخدام کوونکي او تمویل کوونکي او تجربه‌لرونکي روزونکي افغانستان ته تللي چې د راپور په ټکو، دا کسان دنده لري چې د القاعدې خورې ورې ډلګۍ منظمې کړي.

یو غړي هېواد ویلي چې القاعده د خپلو فعالیتونو او په شمال کې د طالبانو په نظامي جوړښتونو کې د دریځ پیاوړي کولو په موخه له ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) او د تاجکستان له جماعت انصارالله سره د ګډو عملیاتو او منځنۍ اسیا ته د ترهګریزو فعالیتونو د مرکز انتقالولو په لټه ده.

په راپور کې د غړي هېواد په حواله راغلي چې د القاعدې ځالې په څو ولایتونو په ځانګړې توګه په سوېل ختیځ کې فعالې دي او روزنیز مرکزونه او امن کورونه په واک کې لري او دغه راز، په کندهار او جلال‌اباد کې خپلو مخکېنیو روزنځایونو ته ستانه شوي دي. د راپور په حواله، القاعده په کونړ، نورستان او تخار کې هم مرکزونه لري.

په راپور کې لیکل شوي چې طالبانو د القاعدې جنګیالیو ته ویلي چې کابل ته له تللو ډډه وکړي او دغه راز د دغې شبکې له جګپوړو چارواکو غوښتنه شوې چې په کابل کې بایومتریک شي. د راپور له مخې، په فراه، هرات، هلمند، کندهار او نیمروز کې د القاعدې شبکې له ۱۸۰ تر ۲۰۰ جنګیالي د پاکستاني طالبانو تحریک جنګیالو ته روزنه ورکوي.

له دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي و چې طالبانو په غزني کې د القاعدې او ټي‌ټي‌پي لپاره څلور ښارګوټي جوړ کړي دي.

د داعش فعالیتونه او منځنۍ اسیا ته یې د نفوذ هڅه

د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې داعش افغانستان، سیمې او له سیمې وراخوا ته یو لوی ګواښ دی او په خبره یې، د داعش د ځپلو په تړاو د طالبانو له ادعا سره سره، دغې ډلې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو مشرتابه له القاعدې او داعش سره د چلن په اړه یوه خوله نه دي او د طالبانو سلفي غړي له داعش سره «خواخوږی» لري. د راپور په حواله، داعش د طالبانو له اختلافاتو څخه په ګټنې پر مذهبي لږکیو بریدونه کوي او د لویو بریدونو د پلانولو وړتیا لري.

د ناټو غړو هېوادونو ارزونه کړې چې د داعش هڅې د طالبانو د مشروعیت منلو د مخنیوي لپاره دي او دا ډله خپل افغان غړي په پاکستان کې او پاکستاني غړي په افغانستان کې د بریدونو لپاره کاروي. په راپور کې ویل شوي چې داعش تاجکستاني وګړي په ایران او روسیې کې د بریدونو لپاره کاروي، داسې چې طالبان ادعا کوي چې بهرني ترهګر له افغانستان څخه د خپلو بریدونو لپاره کار نه اخلي.

د ملګرو ملتونو څو غړو اټکل کړی چې په سیمه په ځانګړې توګه په هند او پاکستان او افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د جنګیالیو شمېر له څلور زرو تر شپږ زرو پورته شوی او دغه راز، د داعش هسته د دوه زرو او درې زرو او ۵۰۰ کسانو پورې ده او په بریالیتوب یې د طالبانو دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو ریاست کې نفوذ کړی او هممهاله د هوساینې، وسلو او روزنې اسانتیاوو ته لاسرسی لري.

په راپور کې لیکل شوي، لاهم ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر پېژندل کېږي د داعش خراسان څانګې مشر دی؛ خو په کونړ کې د طالبانو له خوا د نوموړي د نیولو له ناکامې هڅې وروسته یې ځان پټ کړی دی. راپور کاږي چې داعش په کونړ او ننګرهار کې له خپلو مرکزي کمپونو تیت‌اوپرک شوې، یوه ډله یې بدخشان او د افغانستان شمال ته تللې، ځینې یې هرات او نیمروز ته تللي، ځینې یې د پاکستان بلوچستان او د کابل په ګډون لویو ښارونو ته تللي او د داعش ځینې غړي په ۲۰۲۳ کال کې ایران ته تللي دي.

د امنیت شورا د راپور له مخې، د افغانستان په شمال کې د داعش حضور ډېر شوی دی. په راپور کې یو غړي هېواد ویلي چې داعش د تاجکانو او ازبکانو د استخدام او دغه راز، په لرې پرتو او غرنیو سیمو کې د وسلو او چاودېدونکو توکو د ذخیرو کولو پلان لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو غړي هېواد ویلي چې داعش د خاورې لاندې کولو په لټه ده او طالبان په بدخشان کې د داعش خراسان څانګې له ځواکمنېدو اندېښنه لري. د راپور پر بنسټ، شواهد ښيي چې داعش په ایران کې د عملیاتو یو ځانګړی ځواک جوړ کړی دی.

په راپور کې راغلي چې داعش د افغانستان پر ځانګړو سیمو د کنټرول په لټه ده چې په خبره یې، له دې لارې وکړای شي په منځنۍ اسیا او روسیې کې خپل نفوذ پراخ کړي. یو غړي هېواد ویلي چې د داعش مشران د مالي مرستو پر ترلاسي بوخت دي او په ۲۰۲۳ کال کې یې له بېلابېلو سرچینو شاوخوا ۲.۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي چې په خبره یې، ځينې هېوادونه بې‌ټيکاوه کړي او مسکو ته څېرمه پر یو تالار یې د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۲۲ برید د دغو هڅو یوه برخه بللې ده.

د طالبانو په واکمنۍ کې نورې فعالې اورپکې ډلې

غړو هېوادونو راپور ورکړی چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې تر ټولو لویه ترهګره ډله ده او د شپږو او شپږ زرو او ۵۰۰ ترمنځ جنګیالي لري. په راپور کې ویل شوي چې د القاعدې او پاکستاني طالبانو ترمنځ همکاري به ښايي ټي‌ټي‌پي په له سیمې وراخوا ډلې بدله کړي. د راپور پر بنسټ، د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ټي‌ټي‌پي ته د وسلو په لېږد او له پاکستاني طالبانو سره د یوځای کېدا په شرط د داعش بندیانو په خوشې کولو کې مهم رول لوبوي.

دغه راز، په راپور کې دا هم راغلي چې طالبان اندیښنه لري پر ټي‌ټي‌پي ډیر فشار به دا ډله د داعش سره همکارۍ ته وهڅوي او له همدې امله هڅه کوي پاکستاني طالبان راضي وساتي. د راپور له مخې، طالبان په جلاجلا توګه د پیسو له ورکړې سربېره، د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر نور ولي محسود ته د میاشتې ۳.۵ میلیونه افغانۍ ورکوي او دغه راز، د ټي‌ټي‌پي جنګیالیو ته له بهرینو ځواکونو پاتې وسلې په ځانګړې توګه شپني دوربیننونه په وراک ورکړل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د ټي‌ټي‌پي په اړه د طالبانو پالیسي د ۲۰۲۳ کال په نیمايي کې بدله شوې او د دغې ډلې استخباراتو په کابل کې د پاکستاني طالبانو مشرانو ته درې نوي میلمستونونه ورکړي او دغه راز، د ټي‌ټي‌پي جګپوړو څېرو ته کاري اسانتیاوې او له نیولو څخه د معافیت او وسلو جوازونه صادر شوي دي.

په راپور کې راغلي، کله چې رسنیو د ۲۰۲۴ کال د مارچ پر پنځمه راپور ورکړ چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د ټي‌ټي‌پي له مشر سره کتلي، دغې ډلې سملاسي دا خبر رد کړ.

راپور کاږي چې طالبانو ته د ټي‌ټي‌پي او نورو اړوند ډلو مدیریت ننګوونکی دی او ښکاري چې د حقاني شبکې مشر سراج‌الدین حقاني د پاکستان او ټي‌ټي‌‌پي ترمنځ له منځګړیتوبه څنډې ته کړای شوی دی. په راپور کې د کندهار لپاره د طالبانو والي او د دغې ډلې مشر ته نږدې ملا شیرین یادونه شوې چې د خبرو اترو لپاره پاکستان ته تللی و.

ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ

په راپور کې ویل شوي چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له بدلون پرته پاتې دی او څو غړو هېوادونو د ټي‌ټي‌پي او د دغه غورځنګ د جنګیالیو ترمنځ د همکارۍ خبره کړې چې په خبره یې، ګډ روزنیز مرکزونه لري.

د راپور پر بنسټ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې د «سیمه‌ییز» کولو بهیر ګړندۍ کړی او هڅه کوي چې په افغاني ټولنه کې د ادغام او کانونو په استخراج او نورو فعالیتونو کې د لاسرسي له لارې په دغه هېواد کې د پښو اېښودلو ثابت او دایمي ځای ومومي.

طالبان په تور نوملړ کې

د ملګرو ملتونو پر بندیزیونو د څارنې کمېټې په یو راپور کې د طالبانو ۶۱ چارواکي د نړیوال تحریم په نوملړ کې شامل کړي. د راپور په حواله، د دغو کسانو ۳۵ یې د طالبانو د کابینې او مشرتابه غړي دي.

د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند، د نوموړي مرستیالان عبدالغني برادر، عبدالسلام حنفي او مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د حج او اوقاقو وزیر نورمحمد ثاقب، د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه، د کډوالو وزیر خلیل‌الرحمان حقاني او د قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري د کابینې هغه غړي چې په تور نوملړ کې دي.

د سراج‌الدین حقاني ورور یحیا حقاني، د کابل امنیې قوماندان ولي جان حمزه، د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس رحمت‌الله کاکازاده، د حقاني شبکې سلاکار محمد طاهر حقاني، د کورنیو چارو وزارت جګپوړی سلاکار شمس‌الرحمان، د کډوالو چارو وزارت سلاکار محمدمسلم حقاني بیا د حقاني شبکې هغه مهمې څېرې دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تور لېست کې راغلي دي.

له پېښو سره د مبارزې ادارې رییس نورالدین ترابي، د سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب‌الدین دلاور، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت‌الله جمال، د ملاهبت‌الله مالي سلاکار جان‌محمد مدني، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ادارې رییس شمس‌الدین شریعتي، د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت مرستیال احمدشهید خیلي، د مالي تفتیش مرستیال عزالله حقاني، د مالیې وزارت مرستیال عبدالقادر حقاني، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین سعدالدین سعید، د کابل ښاروالۍ مرستیال عصمت‌الله عاصم، پېښو ته د رسېدو ادارې مخکېنی رییس عباس اخوند، د هلمند قول اردو قوماندان عبدالصمد اڅکزی، په تهران کې د طالبانو سفارت درېیم سکرتر محمدعلیم نوراني او په کندهار کې د قومونو او قبایلو چارو له ریاست څخه محمد رسول ایوب په تور نوملړ کې دي.

دغه راز، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکي محمدابراهیم عمري، عبدالباقي حقاني او فضل‌الله ربیع، په کابل کې د مسلکي زده‌کړو انسټيټوټ مرستیال نیک‌ محمد او د کابل پوهنتون استاد عبدالقدوس مظهري، د ننګرهار والي ګل محمد، د لوګر والي ضیاالرحمان مدني، د دفاع وزارت مرستیال فاضل مظلوم، د دغه وزارت مهم رییسان عبدالجبار عمري او عبدالرحمان آقا بیا د طالبانو هغه غړي دي چې د امنیت شورا په تور نوملړ کې یې نومونه دي.

پر دې سربېره، د مخدره توکو پر قاچاق تورن سوداګر عبدالحسیب علیزی، سوداګر فیض‌الله خان نورزی او د کندهار د تدارکاتو مسوول ملک نورزی بیا نور هغه کسان دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تور لېست کې دي.

د راپور په حواله، دا کسان د امنیت شورا له اجازې پرته له افغانستانه بهر د سفر اجازه نه لري او دغه راز، شتمنۍ یې له افغانستان بهر ځنډول شوې دي. دغه راز، ویل کېږي چې د بندیزونو له کمېټې پرلپسې د طالب چارواکو د سفر بندیز د لرې کولو غوښتنې کېږي؛ خو د دې ډلې د مالي سرچینو د خلاصون لپاره یې کومه غوښتنه ترلاسه کړې نه ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د سعودي عربستان د کرنې په نندارتون کې د پنځو افغان شرکتونو محصولات نندارې ته وړاندې شول
خبرونه

د سعودي عربستان د کرنې په نندارتون کې د پنځو افغان شرکتونو محصولات نندارې ته وړاندې شول

۱ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1761226635]
ملګري ملتونه: ایټالیا له افغان راستنېدونکو څخه د ملاتړ لپاره دوه میلیونه یورو ځانګړې کړې دي
خبرونه

ملګري ملتونه: ایټالیا له افغان راستنېدونکو څخه د ملاتړ لپاره دوه میلیونه یورو ځانګړې کړې دي

۲۸ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1760963628]
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ډنمارک په ملاتړ پر زلزله‌ځپلو مرستې وېشلې دي
خبرونه

ملګري ملتونه: افغان زلزله‌ځپلي د ژمي په نږدې کېدو له سخت وضعیت سره مخ دي

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1760273371]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.