۸صبح، کابل: د طالبانو ډلې د مشرتابه شورا غړي سهیل شاهین ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان ځانګړې استازې دیبرا لاینز د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي.
شاهین نن پنجشنبې د وږي په ۲۵مه نېټه په یوه ټویټ کې ویلي چې دواړو لوریو د افغانستان د روان وضعیت او د ملګروملتونو سازمان د بشر دوستانه مرستو په هکله خبرې اترې کړې دي.
د سهیل شاهین په وینا، حقاني، دیبرا لاینز ته ډاډ ورکړی چې د ملګروملتونو سازمان کارکوونکي دې له کوم خنډ پرته په افغانستان کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي او خلکو ته دې مرستې ورسوي.
هغه ټینګار کړی چې طالبان له نړیوالې ټولنې سره همکاري کوي.
دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې د سراج الدین حقاني نوم د امریکا د فډرالې ادارې «FBI» تر تعقیب لاندې کسانو په نوملړ کې دی او ددغه هېواد فډرال پولیسو د نوموړي د نیولو لپاره لس میلیون ډالره جایزه ټاکلې ده.