۸صبح، کابل: ماليې وزارت ويلي، چې د معاشونو د ورکړې په هکله تخنيکي ستونزې مخ په هوارېدو دي.
ماليې وزارت نن پنجشنبه د وږي/سنبلې پر پنځهويشتمه د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي، د دولتي کارکوونکو د معاشونو د اجرا په پروسه کې د تخنيکي ستونزو د موجوديت له امله ځنډ رامنځته شوی و. خبرپاڼه زياتوي، چې دغه وزارت يادو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه کړې او مخ په هوارېدو دي.
د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، اوسمهال د ځينو دولتي ادارو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې بهير بشپړ شوی او د پاتې ادارو کارکوونکو د معاشونو پر ورکړې ګړندی کار روان دی.
ماليې وزارت ويلي، د دغې ستونزې د هواري په موخه له اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ځانګړيو شويو ادارو د معاشونو پر اجرا د يو منظم پلان له مخې کار کوي.
همدارنګه ماليې وزارت د دولتي ادارو کارکوونکو ته ډاډ ورکړی، چې خپلو دندو ته دوام ورکړي.
پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو سره سم، دولتې ادارې وتړل شوې او د دولتي مامورینو معاشونه هم اجرا نه شول. له دې سره هممهاله د دولتي ادارو کارکوونکو د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د دوی معاشونه اجرا کړي.