۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ویلي چې افغانستان د ګرځندوی په برخه کې له بېسارو ظرفیتونو برخمن دی او بېلابېل تاریخي، کلتوري او طبیعي میراثونه لری.
دغه بنسټ یکشنبه د تلې پر ۵مه د ګرځندوی نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغانستان لرغوني ښارونه، تاریخي جوماتونه، طبیعي منظرې او مهمې لرغونې سیمې لري.
یوناما د هندوکش غرونه، د بامیان دره، د هرات کلا او په مزارشریف کې روضه مبارکه د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراثونو یوه برخه بللې.
دغه بنسټ د بلخ لرغونی ښار، د بند امیر جهیلونه، د واخان دهلېز او بابر بڼ د افغانستان نور مهم ګرځندوی ځایونه یاد کړي دي.
یوناما زیاته کړې چې دا شتمني د افغانستان تاریخ، بېلابېل کلتورونه او طبیعي ښکلاوې انځوروی.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې د افغانستان تاریخي، کلتوري او طبیعي میراثونه د ګرځندوی په برخه کې د هېواد د ظرفیتونو مهمه برخه جوړوي.





