۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یا یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو پر شیعیانو د برید په اړه د بشپړ او روښانه څېړنو غوښتنه کړې ده.
په دې خبرپاڼه کې چې شنبه د زمري پر ۱۵ خپره شوې، د کابل شپږمې امنیتي حوزې اړوند سرکارېز د تېرې ورځې برید غندل شوی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې «واکمن چارواکي باید د داسې بریدونو مخه ونیسي او په اړه یې بشپړې څېړنې وکړي».
کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له پېښې څو ساعته وروسته د قربانیانو شمېر ۸ مړه او ۱۸ ټپیان اعلان کړ؛ خو له رویټرز خبري اژانس سره د طالبانو د یوه امنیتي چارواکي د خبرو اترو له مخې د تېرې ورځې په برید کې تر ۵۰ زیات کسان مړه او ټپيان شوي دي.
د دې پېښې مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن مازدیګر هم د کابل لوېدیځ د بلې چاودنې شاهد و. چاودنه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند پل سوخته سیمه کې شوې ده.
د عیني شاهدانو په وینا، په دې پېښه کې هم یو شمېر کسان مړه او ټپيان شوي او له دې پېښې سیمې نږدې خصوصي روغتونونو ته یوازې ۲۲ تنه ټپیان وړل شوي دي.
همداراز له دې پېښې علي جناح دولتي روغتون ته ۱۳ تنه ټپیان او ۲ نور مړي لېږدول شوي دي.
په تېر یوه کال کې چې طالبان پر هېواد واکمن دي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر شیعیانو پراخ بریدونه شوي، چې د ډېری دغو بریدونو مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی دی.