۸صبح، کابل: د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی چې د افغانستان او سوډان کړکېچونه به په بغداد کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د ۵۲مې غونډې يوه د بحث وړ موضوع وي.
دغه سازمان چهارشنبه د تلې پر ۲۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یمن وضعیت او پر سوریې د اسراییلو بریدونه به هم په دې غونډه کې وڅېړل شي.
د خبرپاڼې له مخې، د مسلمانانو د لږکیو او ټولنو وضعیت او د اسلاموفوبيا په اړه د ۲۰۲۵ کال راپور هم د دې غونډې له نورو موضوعاتو دي.
ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ۵۲مه غونډه د اکټوبر پر ۱۷مه او ۱۸مه د عراق په پلازمېنه بغداد کې جوړه شي.





