د هېواد له سقوط او د هېواد په بیلابیلو برخو کې د رسنیو د وضعیت له خرابېدو سره هممهاله، لوېدیځ ولایتونه هم، د سانسور، د رسنیو د سقوط او د خبریالانو د ګواښلو او وېرولو له سختې څپې سره مخ شوي دي.
په کابل او د افغانستان په لوېدیځ کې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، د جمهوریت نظام تر سقوط وروسته، د هېواد په لوېدیځ کې څه باندې۳۵ سلنه رسنۍ د امنیتي ګواښونو، سانسور او د مالي بودجې د بندېدو له امله تړل شوې دي.
د هېواد په لوېدیځ زون کې د افغان خبریالانو د خوندېتوب کمېټې پخوانۍ مسووله عاطفه غفوري وایي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې، په پنځو ولایتونو (هرات، نیمروز، فراه، بادغیس او غور) کې ۸۰ رسنۍ فعالې وې چې ۲۶ ټلویزیونونه، ۴۶ راډيوګانې،او د مهالنۍ، اونیزې او میاشتنۍ په ګډون اته چاپي رسنۍ پکې شاملې وې. خو اوسمهال د افغانستان د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو شمېرې ښيي، چې د افغانستان په لوېدیځ زون کې د ټلویزیوني شبکو، راډيوګانو او چاپي رسنیو په ګډون د فعالو رسنیو شمېر۵۲ ته راکم شوی او د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دغه زون کې ۲۸ رسنۍ تړل شوې دي.
له دې سره سره، د افغانستان په لوېدیځ زون کې یو خبریال او د « رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او څارنې کمېټې» ویاند نصیر احمد صالحي وايي، چې په تېر یو کال کې هېڅ یوه رسنۍ په مستقیمه توګه د طالبانو له لوري نه ده تړل شوې، بلکې په هرات کې د « ترقي» په نوم یوې بلې رسنۍ فعالیت هم پېل کړی دی. د رسنیو د ملاتړ او څارنې کمېټه په دې وروستیو کې د طالبانو تګلارو ته پام سره، د خبریالانو د ملاتړ لپاره جوړه شوې ده.
د ښځینه خبریالانو تشه
له رسنیو نه د ښځینه خبریالانو حذف کېدل د افغانستان په لوېدیځ زون کې یوه بله رسنیزه ننګونه ده. اوسمهال د افغانستان په څلورو لوېدیځوو لایتونو کې په تصویري، غږیزو او چاپي خپرونو کې هېڅ خبریاله حضور نه لري. بل خوا هغه سوداګریز پیغامونه او تفریحي او کلتوري پروګرامونه چې ښځو پکې حضور درلود، بند شوي دي. طالبانو خبریالانو او د رسنیو مسوول مدیرانو ته ویلي دي، چې که په کومې ټلویزیوني خپرونې او یا رپوټونو کې له ښځې سره مرکه کیږي، باید مخ یې په ماسک پټ شوی وي.
د افغانستان په لوېدیځ زون کې د ځایي خبریالانو په ویناو تر دې وړاندې ښځو په رسنیو کې د نارینه وو په څېر د رسنیو د مدیرانو، خبریالانو، د تخنیکې برخې د کارکوونکو، د خپرونو د چلوونکو، د تولید د مدیرانو او ورته نورو چارو د مسوولانو په توګه کارکاوه، خو د طالبانو په واکمنېدو سره، د هغوی حضور پیکه شوی او ان حذف شوې دي.
د افغانستان په لوېدیځ زون کې د یوې چاپي رسنۍ مسووله تمنا هاشمي ( مستعار نوم) وایي، چې د طالبانو واکمني او پر ښځينه خبریالانو سخت بندیزونه د دې لامل شوي دي، چې ډيری هغه ښځې چې تر دې وړاندې یې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو په توګه کارکاوه، خپلې دندې له لاسه ورکړې او په کور کیني. د هغې په وینا، په هرات ولایت کې د افغانستان د نورو لوېدیځو ولایتونو په پرتله پر ښځينه خبریالانو محدودیتونه په ځلونو سخت دي.
مېرمن هاشمي وایي:« طالبانو په لوېدیځ زون کې، د موسیقۍ اورېدل او هغه خپرونې چې ښځې پکې ګډون ولري او یا د ساتېرۍ اړخ ولري، بندې کړې دي»
عبدالله چې په دې رپوټ کې ورته مستعار نوم کارول شوی، د یوه خصوصي ټلویزیون خبریال دی. عبدالله وایي، چې د یوه خبریال په توګه له ښځو سره مرکه نه شي کولای او که یوه نجلۍ یا ښځه د مېلمنې په توګه رابلل کیږي، باید مخ یې په ماسک پټ وي.
په هرات کې «د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او څارنې د کمېټې» ویاند هم تاییدوي،چې د « طالبانو د امر پربنست، باید اسلامي او ملي ارزښتونه وساتل شي،چاته سپکاوی ونه شي او د ګنګوسو د خپرېدو مخه ونیول شي او دغه راز د مېرمنو مرکې له ماسک پرته وانخیستل شي.»
تر دې وړاندې بې پولې خبریالانو (RSF) اعلان کړی دی، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروستته، تر ۸۰ سلنې ډيرو ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او پاتې نورې هم له جدي ستونزو سره مخ دي. د دغه رپوټ موندنې ښيي، چې پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ د کال له پوره کېدو سره سم، په ۱۱ ولایتونو کې په رسنیو کې هېڅ ښځیه خبریالې حضور نه دی لرلی.
د بې پولې خبریالانو د رپوټ له مخې، چې د افغانستان د رسنیز لرلید په تړاو یې شمېرې خپرې کړې دي، په تېر یو کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان ۵۹٫۳۹ سلنه رسنۍ تړل شوې او ۵۹٫۸۶ سلنه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.
ګواښ او سانسور
په همدې حال کې د افغانستان په لوېدیځ زون کې یو شمېر خبریالان وایي، چې د خبریالانو د ګواښلو او پر هغوی د سخت سانسور له امله اوس مهال د رسنیو، رسالت، ماموریت او وجودي حقیقیت له پوښتنې سره مخ شوی او دغه رسنۍ د واکمنې ډلې پر تبلیغاتي وسایلو بدلې شوې دي. د طالبانو هر ډول نقد له ګواښ، شکنجې ، بندي کېدو، د دندې له لاسه ورکولو او ان مرګ سره برابر دی.
احمد احمدي چې د خبریال د هویت د پټ ساتلو لپاره یې نوم په مستعار ډول راغلی دی، د لوېدیځ زون د یوې رسنۍ د خپرونو چلوونکی دی. هغه وایي، چې خپرونه یې له ښځو سره د مرکو او د ښار له منځه د رپوټ د جوړولو له امله د طالبانو له لوري درول شوې ده. د ښاغلي احمدي په وینا، طالبانو هغه ته ویلي دي، چې له نجونو سره یې په مرکو کې د ټوکو ټکالو خبرې کړې دي.احمدي زیاتوي:« ماته یې وویل چې په خپرونه کې دې له نامحرومو نجونوسره خلوت کړی او له ټوکو ټکالو ډکې خبرې دي کړې. هغوی ماته وویل، چې دا کار بې لارۍ ته د ټولنې او کورنیو د کاږل کېدو لامل کیږي.»
بل خوا په هرات کې د اریانا ټلویزون یو خبریال چې نه غواړي، نوم یې واخیستل شي، په دې وروستیو کې د ښځینه محصلانو د اعتراض د پوښښ له امله څلور ساعته بندي شوی او کمره یې ورماته شو ده. د دغه خبریال همکار پرویز نعیمي ( مستعارنوم) له موږ سره په مرکه کې وایي، هغه رسنۍ او خبریالان چې د خلکو اعتراضونه او انتقادي نظرونه خپروي، له پوښتنو ګروېږنو، ګواښلو او ان وهلو ډبولو سره مخ کیږي. ښاغلی نعیمي وایي:« ډیرې داسې پېښې شته چې یوازې د خبریال اوطالبانو ډلې ترمنځ پاتې کیږي اوخبریال یې د ځان له وېرې چې ربړول کیږي اوسخت وهل کیږي، نه شي رسنیزې کولای.»
د ښاغلي نعیمي په وینا، اریانا ټلویزیون تر دې وړاندې په هرات کې ۲۵ خبریالان او رسنیز کارکوونکي لرل، خو اوس درېیو ته راکم شوي دي.
د افغان خبریالانو ملاتړو بنسټونو د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په تېر یو کال کې د افغانستان په لوېدیځ زون کې د تاوتریخوالي ۱۲ پېښې ثبت کړې دي، چې له دې منځه په هرات کې پنځه د نیول کېدو پېښې، یوه د وهلو ټکولو پېښه، څلور د ناقانونه چلند پېښې او دغه راز په غورکې یوه د نیولو پېښه او یوه د ګواښلو پېښه ثبت شوې ده. د نیول شویو خبریالانو له ډلې خالد قادري تراوسه د طالبانو په بند کې دی. هغه د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې په هرات ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شو او تر اوسه چې له نیول کېدو یې څه باندې اته میاشتې تېږېږي، د برخلیک په تړاو معلومات په لاس کې نشته.
په هرات کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او څارنېد کمېټې ویاند نصیر احمد صالحي وایي،چې رسنیو او هغو خبریالانو ته چې پر اقتصادي او کلتوري رپوټونو کار کوي، شرایط چمتو دي، خو ستونزه دا ده، چې د رسنیو لپاره یوه قانوني اډانه نشته او څرګنده نه ده، چې کوم مسایل د طالبانو له نظره جرم ګڼل کیږي.
ښاغلی صالحي زیاتوي:« د طالبانو په حکومت کې ځانګړې قاعده او حدود چې د خبریالانو او رسنیو لپاره ټاکل شوي وي، نشته، یوازې ویل شوي دي، چې اسلامي او ملي ارزښتونه دې وساتل شي او دا مساله د خبریالانو لپاره ګونګه ده»
یوناما هم د خبریالانو د وژنې او تاوتریخوالي د عاملانو د مجازاتو د معافیت د ختمېدو په مناسبت خپل تازه راپور کې په افغانستان کې په تېر یو کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د څه باندې ۲۰۰ پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی. د یوناما په وینا، په دغو پېښو کې په خپل سرنیونې، ناوړه چلند او وېرول شامل دي، چې په خپل ذات کې بې مخینې دي.
د افغنستان د خبریالانو مرکز هم اعلان کړی دی، چې په تېر یو کال کې او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د خبریالانو د نیولو او ربړولو ۲۴۵ پېښې ثبت شوې دي. بل خوا د خبریالانو د ساتنې کمېټې CPJ)) افغانستان د خبریالانو لپاره د پنځو خطرناکو هېوادونو په نوملړ کې راوستی دی او اعلان یې کړی دی، چې په دغو هېوادونو کې د خبریالانو د وژنو او تاوتریخوالو د پېښو ۸۰ سلنه عاملان له مجازاتو معاف شوي دي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي ننګونه
د افغانستان د لوېدیځ زون خبریالان وایي، چې په دغه زون کې د اطلاعاتو بهیر نږدې د صفرکچې ته رالوېدلی او په عامه ادارو کې هېڅ رسمي سرچینې نشته، چې د اطلاعاتو د وړاندې کولو مسوولیت ولري. د دغو خبریالانو په وینا، دغه ستونزې د امنیتي او سیاسي رپوټونو په برخه کې تر نورو برخو ډیرې دي او طالبان یوازې هغه وخت په دې تړاو اطلاعات ورکوي، چې پېښې یې په ګڼه وي او یایې په یو ډول د ځواکونو په ګټه تیلیغ شي.
په افغانستان کې د یوه خصوصي ټلویزیون خبریال عبدالله ( مستعار نوم) وایي:« طالبان د اساسي قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون او د ټولیزو رسنیو د قانون هېڅ مورد ته ژمن نه دي او ان خبریالان د انتقادي پوښتنو جرئت نه لري.»
که څه هم طالبانو پر افغانستان د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې اعلان وکړ، چې د مخکیني حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د ټولیزو رسنیو قانون نافذ ګڼي. خو لیدل کیږي چې دې ډلې پر خپلو خبرو عمل نه دی کړی.
د عبدالله په وینا، له رسنیو نه د طالبانو غوښتنه تل دا ده،چې په خپلو ټولنیزو، سیاسي او کلتوري خپرونو کې تبلیغاتي او دیني اړخ په پام کې ونیسي او د رسنیوتر ټولو ډیر تمرکز د امریکا له لوري د افغانستان پرکنګل شویو پیسو او د نړۍ له لوري د دې ډلې پر رسمیت پېژندنې وي.
بل خوا د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي ټولنې نظرپوښتنه ښيي، چې په افغانستان کې ۹۰ سلنه خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د دې نظر پوښتنې له مخې، خبریالان له طالب چارواکو سره خبرې ستونزمنې ګڼي.په دې برخه کې د ښځینه خبریالانو ستونزې د هغوی تر نارینه همکارانو ډېرې دي.
په دې نظر پوښتنه کې چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۰۰ خبریالانو سره مرکې شوې، ۳۰ سلنه خبریالانو د طالبانو له چارواکو سره مرکې ستونزمنې بللې او ۵۰ سلنه خبریالانو ویلي دي چې د وېرې له امله خلک له رسنیو او خبریالانو سره مرکو او خبرو ته نه حاضرېږي.
د خبریالانو د ټولنې د رسنیزې برخې مسوول مسرور لطفي د خپلې نظر پوښتنې د وړاندې کولو پرمهال وویل، چې ۹۰ سلنه ځواب ورکوونکو اطلاعاتو ته نه لاسرسی په خپل کار کې یوه ستونزه بللې ده. بل خوا تر۹۰ سلنه زیاتو خبریالانو ویلي دي چې په هېواد کې اوسني وضعیت سخته ځان سانسوري رامنځته کړې ده.