د ملګر ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په افغانستان کې د پوهنې له وضعیته د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې د نجونو پر زدهکړو د بندیز دوام او د ښځو پر ټولنیز او اقتصادي حضور پراخ محدودیتونه، د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه وړې او د هېواد د ښوونیز نظام راتلونکی یې له جدي ناروین سره مخ کړی دی. د یونسکو په خبره، له زدهکړو د نجونو دوامداره محرومیت او د زدهکړو د کیفیت بحران د هېواد د ښوونیز نظام راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی؛ داسې چې په افغانستان کې شاوخوا ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان نه شي کولی یو ساده متن ولولي یا پرې پوه شي.
یونسکو د طالبانو واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت په خپاره کړي راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې له لومړنیو زدهکړو وروسته یې د نجونو او ښځو پر زدهکړو رسمي بندیز لګېدلی دی. د دغه بنسټ د اټکل له مخې، تر ۲۰۲۶ کال پورې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې شوې دي.
نوموړي بنسټ زیاته کړې چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه یوازې تر زدهکړو محدود نه دي، بلکې هغوی یې د کاري فرصتونو له یوې برخې، له هغو بوختیاوو چې حضور پکې عام دی او په ټولنیز ژوند کې له مشارکته هم لرې کړې دي. د یونسکو په خبره، ښځې د سفر پر مهال اړې دې محرم ولري او د تاوتریخوالي د بېلابېلو ډولونو پر وړاندې د قانوني ملاتړ په ترلاسه کولو کې هم له خنډونو سره مخ دي.
یو نسل په ښوونیز محرومیت کې
یونسکو خبرداری ورکړی چې د دغه وضعیت دوام د افغانستان لپاره اوږدمهاله پایلې لرلی شي؛ ځکه د پرمختګ په حال کې د نجونو یو نسل له رسمي زدهکړو بې برخې دی.
د دغه راپور پر بنسټ، په ۲۰۰۱ کال کې زدهکړو ته د نجونو لاسرسی ډېر محدود و، خو په راتلونکو دوو لسیزو کې وضعیت بدل شو. د یونسکو په خبره، تر ۲۰۲۱ کال پورې نږدې یو میلیون نجونې په منځنیو زدهکړو بوختې وې. د یونسکو په باور، اوسني بندیز دغه بهیر معکوس کړی او د افغانستان بشري پانګه یې له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.
دغه سازمان ویلي چې له زدهکړو د نجونو او ښځو محرومول د هغوی د زدهکړو له بنسټیز حق څخه سرغړونه ده او ښايي افغانستان په راتلونکو کلونو کې د بشري ظرفیت له کمښت، د بېوزلۍ له زیاتېدو او له نه جبرانېدونکو ټولنیزو او اقتصادي زیانونو سره مخ کړي.
په داسې حال کې چې د افغانستان نږدې نیمايي وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، یونسکو وايي، له زدهکړو او کار څخه د ښځو محرومول، له خپلو کورنیو سره د هغوی د مرستې او د هېواد په اقتصاد کې د ونډې اخیستلو وړتیا نوره هم کموي.
د کمعمره ودونو د زیاتېدو ګواښ
یونسکو له زدهکړو د نجونو د محرومیت اړوند د ټولنیزو او رواني پایلو خبرداری هم ورکړی دی. د دغه بنسټ په خبره، د محدودیتونو دوام د نجونو او ښځو پر رواني او جسمي روغتیا منفي اغېز او د کم عمره ودونو خطر زیاتولی شي.
بل پلو، یونسکو وايي چې نجونو ته د نارینه ښوونکو له خوا د تدریس د بندیز ترڅنګ، د ښځینه ښوونکو له خوا هلکانو ته د تدریس منع کېدو هم د ښوونکو کمښت زیات او ټولو زدهکوونکو ته یې د زدهکړو کیفیت ټیټ کړی دی.
دا سازمان وايي چې که اوسنی وضعیت دوام وکړي، د افغانستان ښوونیز نظام به د بشري ځواک له جدي کمښت سره مخ شي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به شاوخوا ۱۱ زره ښوونکي له دغه جوړښته ووځي.
د لوړو زدهکړو ناورین
د یونسکو اندېښنه یوازې تر ښوونځیو محدوده نه ده. دغه بنسټ د لوړو زدهکړو د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د لوړو زدهکړو په ځينو مرکزونو کې ښځینه استادانې، څېړونکې او کارکوونکې له دندو منع شوې دي. یونسکو وايي چې په ځینو مواردو کې د یو شمېر استادانو پر ځای داسې کسان ګومارل شوي چې اړینه وړتیا نه لري او دغه بهیر د لوړو زدهکړو پر کیفیت منفي اغېز کړی دی.
د ښځینه څېړونکو نشتوالی او پر څېړنیزو فعالیتونو محدودیتونه هم د پوهې تولید، علمي همکاریو او د څېړونکو ترمنځ د علمي اړیکو او شبکو جوړولو ته زیان رسولی دی.
یونسکو ټینګار کړی چې د افغانستان د لوړو زدهکړو د وضعیت په اړه کره او کافي معلومات نه لري او د دغه وضعیت د دقیقې ارزونې لپاره نورو معلوماتو ته اړتیا ده.
۹۰ سلنه لس کلن ماشومان پر ساده متن نه پوهېږي
یونسکو د دغه راپور په بله برخه کې په افغانستان کې د زدهکړو له ټيټ کیفیته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې شاوخوا ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان نه شي کولی یو ساده متن ولولي یا یې مفهوم درک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ښوونیز نظام هممهاله د ښوونکو له کمښت، جنسیتي محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او زدهکړو ته د لاسرسي له ننګونو سره مخ دی.
یونسکو وايي چې د افغانستان د ښوونې او روزنې د وضعیت په اړه شته معلومات او شواهد دې له زدهکړو د ملاتړ او دفاع او حساب کتاب د پروګرامونو په بهیر کې وکارول شي.
بدیلې زدهکړې؛ محرومو نجونو ته یوه لار
یونسکو د شته محدودیتونو سربېره وايي چې په افغانستان کې د زدهکړو لپاره د بدیلو لارو د برابرولو هڅې یې دوام لري.
دا بنسټ د سواد زدهکړو، مسلکي مهارتونو او رواني – ټولنیز ملاتړ د پروګرامونو له لارې نجونو او ښځو ته د زدهکړو زمینه برابروي. یونسکو ټینګار کوي چې دا پروګرامونه د رسمي زدهکړو بدیل نه دي، خو په اوسنیو شرایطو کې یې هغو نجونو ته د زدهکړو د دوام زمینه برابره کړې چې له ښوونځیو او پوهنتونونو محرومې دي.
د یونسکو د شمېرو له مخې، تر اوسه نږدې ۷۰ زرو زدهکوونکو د دغه بنسټ له پروګرامونو ګټه اخیستې چې ۷۳ سلنه یې ښځې دي.
دغه سازمان ویلي چې یوې وروستۍ ارزونې هم ښودلې چې د سواد زدهکړو او مهارتونو د پراختیا پروګرامونو د کورنیو د عوایدو په زیاتېدو او د هغوی د ژوند د شرایطو په ښه کېدو کې مرسته کړې ده.
په ۲۰ ولایتونو کې ښوونیز پروګرامونه
یونسکو اعلان کړی چې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې ښوونیز پروګرامونه لري. دغه پروګرامونه د افغان ښوونکو له خوا او د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ پلي کېږي. د دغه سازمان په خبره، یونسکو په دغو پروګرامونو کې نړیوال ښوونکي نه لري او ټول ښوونکي افغانان دي. ښوونکي د تدریس له پیل مخکې د یونسکو د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې ګډون کوي.
ښوونیز ټولګي هم د سیمو د اړتیاوو د ارزونې پر بنسټ او د ټولنیزو اسانتیاوو د برابروونکو په همغږۍ جوړېږي. خلک د سیمهییزو مشرانو، ښوونکو او سیمهییزو ټولنیزو شبکو له لارې د ټولګیو له جوړېدو او په هغو کې د نوملیکنې له څرنګوالي خبرېږي.
له دې سره سره، زدهکړو ته د اړتیا لرونکو شمېر د شته ټولګیو او بودیجې له ظرفیت څخه لوړ دی او له همدې امله ټول غوښتونوال نه شي کولی له دغو خدماتو برخمن شي.
راستانه شوي هم که د پوښښ لاندې ۲۰ ولایتونو کې وي، کولی شي له دغو پروګرامونو ګټه واخلي.
د کورنیو د عایداتي سرچینو لپاره د مهارتونو زدهکړه
د سواد زدهکړو ترڅنګ، د مسلکي مهارتونو روزنه هم د یونسکو د پروګرامونو یوه برخه ده. د روزنې برخې د بازار د اړتیاوو او د هرې ټولنې د اقتصادي شرایطو پر بنسټ ټاکل کېږي، څو ښځو او کورنیو ته د عاید ترلاسي زمینه برابره شي.
خیاطي او ګلدوزي، د موبایلونو ترمیم، کرنه او د سبزیجاتو پروسس، برېښنا، د څرمنې صنعت، د لبنیاتو پروسس، اوبدل، نمدمالي او قلاب دوزي هغه مهارتونه دي چې د دغو پروګرامونو برخه جوړوي.
د یونسکو په خبره، ځينو ښځو د دغو مهارتونو له زدهکولو وروسته خپل واړه کاروبارونه پیل کړي او له دې لارې یې د کورنیو د لګښتونو په برابرولو کې برخه اخیستې ده.
دا بنسټ وايي چې د سواد زدهکړو او مسلکي مهارتونو د زدهکولو پروګرامونه په هممهاله توګه پلي کېږي؛ ځکه د ډېرو مسلکي مهارتونو زدهکړه د لوستلو، لیکلو او د لومړنیو محاسبو د ترسراوي وړتیا ته اړتیا لري.
د خیاطۍ، بڼوالۍ او د سبزیجاتو د کرلو په څېر مهارتونه هم د هرې ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ ټاکل کېږي.
د کاناډا او اروپايي ټولنې رول
یونسکو وايي چې کاناډا او اروپايي ټولنه په افغانستان کې د دغه بنسټ د ښوونیزو پروګرامونو له اصلي تمویل کوونکو څخه دي او د هغوی مالي ملاتړ د ټولګیو د پراختیا او د ګډونوالو د شمېر د زیاتېدو زمینه برابره کړې ده.
همدارنګه «د زدهکړو لپاره نړیوال مشارکت» او ځينې نړیوال شریکان هم د دغو پروګرامونو په ملاتړ کې ونډه لري.
یونسکو ټینګار کړی چې د دغو همکاریو موخه یوازې د ښوونیزو فرصتونو برابرول نه دي، بلکې د زدهکوونکو د ځان باورۍ او مقاومت د پیاوړتیا لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کول او راتلونکي ته یې چمتو کول هم پکې راځي.
د پروګرامونو د پليکېدو اړوند ننګونې
یونسکو هممهاله وايي چې په افغانستان کې د ښوونیزو پروګرامونو پلي کول له ګڼو ننګونو سره مخ دي. د شرایطو پرلپسې بدلون، په سیمه کې شته ستونزې، د سرچینو محدودیت او د زدهکړو د دوام لپاره د خوندي او بدیلو لارو موندل د دغو پروګرامونو مهمې ننګونې ګڼل شوې دي.
دغه بنسټ ویلي چې په داسې شرایطو کې دنده، کارکوونکو او شریکانو ته ستړې کوونکې او په ځینو مواردو کې ناهیلي کوونکې ده؛ خو بیا هم د زدهکړو د دوام لپاره هڅې دوام لري.
یونسکو: د زدهکړو حق دې له شرط پرته بېرته پر ځای شي
یونسکو د خپل راپور په پای کې یو ځل بیا د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو پر حق ټینګار کړی دی.
دا سازمان وايي چې افغان نجونې او ښځې حق لري چې زدهکړې وکړي، کار وکړي، په ازاد ډول تګ راتګ وکړي او د خپلې راتلونکې په اړه خپله پرېکړه وکړي.
یونسکو جنسیتي برابري د دغه سازمان ستراتېژيک لومړیتوب بللی، د ښځو او نجونو پر وړاندې یې تبعیض غندلی او زدهکړو ته د ټولو د لاسرسي پر حق یې ټينګار کړی دی.
نوموړي بنسټ ویلي چې په نړیواله کچه په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو له بیا پرانیستلو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د افغان نجونو د زدهکړو موضوع د نړیوالې اجنډا په سر کې وساتي.
د یونسکو په باور، د ښځو لپاره زدهکړه یوازې د پوهې د ترلاسه کولو مانا نه لري؛ بلکې د عزت، مقاومت او هیلې سرچینه ده چې له هغوی او کورنیو سره یې مرسته کوي له نامطمینو شرایطو سره مقابله وکړي او پر راتلونکې هیله له لاسه ورنه کړي.
د نجونو پر زدهکړو د بندیز په دوام سره، اصلي پوښتنه دا ده چې افغانستان به څنګه پرته له دې چې د نفوس نیمايي برخه یې له زدهکړو محرومه ده، وکړای شي د مسلکي بشري ځواک کمښت، د زدهکړو بحران او مخ پر زیاتېدونکې اقتصادي او ټولنیزې اړتیاوې جبران کړي.





