۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) خبر ورکړی چې تر اوسه په افغانستان کې د دغه بنسټ له ښوونیزو پروګرامونو نږدې ۷۰ زره کسان چې ۷۳ سلنه یې ښځې دي، برخمن شوي دي.
نوموړي بنسټ سهشنبه د زمري پر ۲۰مه ویلي چې د سواد زدهکړو او مهارتونو د لوړولو پروګرامونو، د ښوونیزو فرصتونو ترڅنګ له کورنیو سره د عاید په لوړولو کې هم مرسته کړې ده.
یونیسکو زیاته کړې چې د ګډونوالو تجربې ښيي چې زدهکړه یوازې د پوهې په ترلاسي نه محدودېږي، بلکې د ښځو او د هغوی د کورنیو د کرامت د خوندیتوب او د ژوند د ښه کولو یوه سرچینه هم کېدای شي.
یاد سازمان ټينګار کړی چې افغان نجونې او ښځې د زدهکړو، کار، ازاد تګراتګ او په راتلونکې کې د مشارکت حق لري.
یونیسکو د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض غندلی او ټينګار یې کړی چې هغوی ته دې د زدهکړو حق بېرته ورکړل شي.




