۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
دغه نړیوال بنسټ شنبه د چنګاښ پر ۲۷مه، په خپاره کړي راپور کې ویلي، د خوړو او تغذیې نهخوندیتوب د ماشومانو د خوارځواکۍ له اصلي لاملونو دی.
دا راپور چې «ډېر لږ، ډېر ناوخته: په افغانستان کې د کوچنیانو د خوړو د رژیم ناورين» تر سرلیک لاندې خپور شوی، داسې مهال خپرېږي چې افغانستان د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ د اوج فصل ته رسېږي.
د تغذیې برخې وروستۍ شمېرې ښيي، د ۲۰۲۵ کال پرتله د هېواد له ۳۴ ولایتونو په ۲۶ ولایتونو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت نور هم خراب شوی دی.
د راپور له مخې، تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن دي؛ ځکه د سختې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ۷۷ سلنه پېښې په همدې عمر لرونکو ماشومانو پورې تړاو لري.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین اویواله ویلي: «کله چې کورنۍ د خوړو د وختونو شمېر یا د مغذي خوړو اندازه راکموي، دا یوازې د اقتصادي ستونزو نښه نه ده، بلکې دا خبرداری هم دی چې یو ماشوم ښايي ډېر ژر پر خطرناکې او سختی کم وزنۍ اخته شي.»
یونیسف د ماشومانو د خوړو د رژیم د ساتنې او د خوارځواکۍ د پېښو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې ده.





