۸صبح، هلمند: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې په هلمند کې د څه باندې ۶۰ ښوونځیو لپاره د پاکو اوبو رسولو سیسټم جوړوي.
د هلمند د پوهنې رییس محمدعوض انصاري یکشنبه د غویي پر ۲۵ ویلي، چې د یونیسف په مرستې په ۶۱ ښوونځیو کې د اوبو ۸۴ زېرمې جوړوي.
که څه هم د اوبو د دغو زېرمو د جوړولو لګښت په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو ټاکل شوې، چې په لښکرګاه ښار کې د هلکانو ښوونځي له دغه پروګرام څخه برخمن شي.
د انصاري په وینا، ټاکل شوې د هلمند پر مرکز سربېره ګرمسېر، نادعلي، ناوه او ګرشک ولسوالۍ هم په دغه پروګرام کې شاملې شي.
هلمند کې د ښوونځیو زده کوونکو د دغه پروګرام هرکلی وکړ.
د ویلو ده، چې هېواد کې د دوامداره وچکاليو له امله، خلک د اوبو له سخت کموالی سره مخ دي.