۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوالی د هېواد د میندو او ماشومانو د روغتیا او هوساینې په ساتنه کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر مهم رول ټینګار کړی دی.
اویوالي پنجشنبه د چنګاښ پر ۲۵مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ښځینه روغتیايي کارکوونکې د میندو او ماشومانو د روغتیا په تأمین کې اساسي او نهبدلېدونکی رول لري.
هغه زیاته کړې چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو خدمتونه، په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو د روغتیايي پاملرنې په برخه کې هره ورځ د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې مرسته کوي.
د یونیسف استازي همداراز ویلي چې په هرات کې په یوه روغتیايي مرکز کې ښځینه روغتیايي کارکوونکو روان کال له زرو د ډېرو خوندي زېږونونو ملاتړ کړی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان روغتیايي نظام د سرچینو له کمښت، د ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي، د بشري مرستو له کمېدو او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د مخ پر زیاتېدونکې اړتیا له امله له پراخو ننګونو سره مخ دی.





