۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ماشومانو ته د لوبو لپاره د خوندي چاپېریال پر رامنځته کولو ټينګار کړی دی.
یونیسف یکشنبه د وږي پر ۱۵مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې له پاکستانه راستنېدونکو ماشومانو ته یې په تورخم کې دوستانه چاپېریال رامنځته کړی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې په داسې چاپېریال کې ماشومان کولی شي، ماشوم اوسي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ د یو ماشوم کیسه خپره کړې چې له پاکستانه راستون شوی او اوس په تورخم کې له خپلو همزولو سره لوبې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له نږدې پنځو لسیزو راهیسې له امنیتي، اقتصادي، ټولنیز او ښوونیز کړکېچ سره مخ دی او د ماشومانو لپاره د نړۍ ناوړه ځای بلل کېږي.





