۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوالي وايي چې د شیدو ورکولو په اړه «مشورو او باوري ملاتړ» ته د ښځو لاسرسی، ماشومانو ته د سالم ژوند لاره چاره برابروي.
اویوالي سهشنبه د زمري پر ۱۳مه په اېکس کې لیکلي چې هره مور د خپل اولاد ښه غواړي او د شیدو ورکولو په برخه کې د میندو ملاتړ، کولی شي نویو زېږېدلو ته د ژوند تر ټولو سالم پیل برابر کړي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي ټينګار کړی چې دا بنسټ لا هم له هغو پروګرامونو ملاتړ ته ژمن دی چې موخه یې هر ماشوم ته د ښه پیل برابرول دي.
دا څرګندونې د مور په شیدو د تغذیې له نړیوالې اوونۍ سره هممهاله شوې، هغه چې هر کال د مور د شیدو د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او له میندو د ملاتړ لپاره نمانځل کېږي.





