۸صبح، کندز: نامالومه وسلهوالو د پخواني حکومت د ملي امنیت حوزې آمر بهاوالدین کندزی دوه اوونۍ مخکې وتښتاوه او وروسته یې وواژه.
دا پېښه د چهارشنبې پر ورځ د لیندۍ پر درېیمه مازیګر مهال د کندز خانآباد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د کورنۍ غړي وايي، څو وارې یې کندز کې طالب چارواکو ته مراجعه کړې، خو هغوي ونه شو کولای په دې اړه څه ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم کندز کې نامالومه وسلهوالو یو ډاکټر وتښتاوه، چې تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د پخواني حکومت د پوځيانو د تښتونې او ترورونه کچه لوړه شوې ده.