۸صبح، ننګرهار: یوې ځایي باوري سرچینې د نوم نه د خپرولو په شرط ٨صبح ورځپاڼې ته ویلي، تېره شپه ناپېژانده وسله والو د جلال اباد ښار اړوند یوولسمې ویالې سیمه کې درې کسان په ډزو وژلي دي.
سرچینې ویلي، چې د وژل شویو کسانو هویت او دا چې چا وژلي روښانه نه ده؛ خو وایي ډېری وخت وسله وال کسان د طالبانو په جامه کې خلک له خپلو کورونو باسي او وروسته یې په یوه نامعلوم ځای کې مړي موندل کېږي.
تر اوسه د دغې پېښې په تړاو ننګرهار لپاره د طالبانو ځایي مسوولینو خپل نظر نه دی شریک کړی.
څو ورځې وړاندې طالبانو د جلال اباد ښار په خالص فامیلیو او خوشګنبد سیمو کې دوه کسان چې د اهل حدیث ډلې و، د داعش په تور ووژل.
ځایي خلکو دغه کسان بې ګناه بللي وو او په وینا یې دغو کسانو له هېچا سره کومه شخصي ستونزه نه لرله.
د ننګرهار اوسېدونکي دا ډول پېښو سخت اندېښمن کړي او ځایي طالب مسوولین د سیمې د امنیت په ټینګښت کې ناکام بولي.