۸صبح، فاریاب: په فاریاب کې ځايي سرچینې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د ناامنۍ او غلاوو پېښو له زیاتېدو شکایت لري.
سرچینو پنجشنبه د لړم پر ۱۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې بیګا ناڅرګندو کسانو د قیصار ولسوالۍ په ځينو سیمو کې۵۰۰ تختې سولرې ماتې کړې دي.
د سرچینو په خبره، دا سولرې په باغونو او کرنیزو ځمکو کې نصب وې او په مرسته یې اوبه ایستل کېدې.
سرچینو زیاته کړې چې په دې پېښه کې د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکو لږترلږه شپږ میلیونه افغانۍ زیان لیدلی دی.
د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د غلاوو پېښو له زیاتوالي هم شکایت لري او وايي چې د کورونو د خوندیتوب لپاره د شپې پیرې کوې.
په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې چې له کبله یې اندېښنې راپارېدلې دي.





