۸صبح، کابل: د بېپولې خبریالانو سازمان له ملګروملتونو غوښتي، چې افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي چې له نږدې ۵۰ ورځو راهیسې د طالبانو له خوا نیول شوی، د «ژرترژره خوشې کولو» لپاره له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.
بېپولې خبریالانو جمعه د کب میاشتې پر پنځمه نېټه د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو د بیان او نظر آزادۍ لپاره د ملګروملتونو له ځانګړې استازې آیرین خان او د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت څخه وغوښتل چې هر ډول اړین اقدام وکړي، تر څو طالب چارواکي له ځنډ پرته دغه بندي خبريال خوشی کړي.
د دغه سازمان په وینا، مرتضی چې د یوه راپور د چمتو کولو لپاره خپل هېواد ته تللی و، په داسې حال کې ونیول شو، چې غوښتل یې خپل اسناد ترلاسه کړي.
په بیانیه کې ویل شوي، چې د بهبودي نیول «د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو د رژیم د زور زیاتي د اندېښنې وړ زیاتوالی څرګندوي.»
د يادونې وړ ده، چې د فرانسې افغانالاصل خبريال مرتضی بهبودي د روان کال د جنورۍ میاشتې پر اوومه افغانستان ته له رسېدو ۴۸ ساعته وروسته د جاسوسۍ په تور د طالبانو له خوا ونيول شو.