ملګرو ملتونو د ساینس او سولې د نړیوالې اوونۍ په مناسبت د نړۍ په پېژندلو او د خلکو لپاره د غوره راتلونکي په جوړولو کې د ساینس او ټکنالوژۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دغه سازمان دوشنبه د نومبر پر ۹مه، پر خپله اېکسپاڼه ویلي، چې ساینس زموږ شاوخوا نړۍ د پېژندلو او د ټولو خلکو لپاره د غوره راتلونکي د رامنځته کولو په برخه کې اړین دی.
ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې د ساینس او سولې نړیواله اوونۍ د ساینس، ټکنالوژۍ او سولې ترمنځ د اړیکو د روښانه کولو لپاره یو فرصت دی.
دا مناسبت په لومړي ځل په ۱۹۸۶ کال کې ونمانځل شو او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۱۹۸۸ کال کې د یوه پرېکړهلیک په تصویب سره د کلنۍ نمانځنې په توګه په رسمیت وپېژاند.
د دغه پرېکړهلیک له مخې، د ساینس او سولې نړیواله اوونۍ هر کال په هغې اوونۍ کې نمانځل کېږي، چې د نومبر ۱۱مه پکې راځي.
د دې مناسبت موخه د سولې او امنیت په ساتلو کې د علمي او ټکنالوژیکو پرمختګونو د رول په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د ساینسپوهانو ترمنځ د نړیوالې همکارۍ پراخول دي.





