۸صبح، ننګرهار: د هېواد له ختیځ ننګرهار څخه سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې ناپېژانده وسله والو یو قومي مشر وواژه.
ننګرهار یوې باورې سرچینې د خپل هویت د نه څرګندولو په شرط شنبه د زمري پر پنځلسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې ناپېژانده وسله والو جمعه شپه د دغه ولایت په مومنددرې ولسوالۍ کې د اسماعیل په نوم یو قومي مشر وژلی دی.
د سرچینو په وینا، ناپېژانده وسله والو هغه د شپې له خوا له خپل کوره ایستلي؛ خو سهار یې مړی وموندل شو.
سرچینې وایي، چې له دې پېښې وروسته د مومنددرې ولسوالۍ اوسېدونکو پر سړک د دغه قومي مشر د مړي په اېښودو د تورخم ـ جلال اباد لویه لار د تګ راتګ پر مخ وتړله.
تر اوسه د دغه قومي مشر د وژلو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.