ناپېژانده وسله والو په غزني کې یو ځوان وژلی او موټر یې ترې بېولی دی

۸صبح، غزني: په غزني کې ځایي سرچینې ددې ولایت ولایت په مرکز کې د ناپېژانده کسانو له خوا په چاقو سره د یوه ځوان د وژلو خبر ورکوي.
د غزني ځایي سرچینې دوشنبې د مرغومي په ۱۲مه وايي چې دغه ځوان امید الله نومېده.
د مالوماتو له مخې، د امید الله مړی چې پنځه ورځې مخکې د ناپېژانده کسانو له خوا تښتول شوی و، د یکشنبې په ورځ د غزني ښار د شپږمې حوزې اړوند یوه دښته کې موندل شوی دی.
د سرچینو په وینا، د پېښې عاملینو د دغه ځوان پاسو ډوله موټر له ځان سره بېولی دی.
په غزني کې طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د امید الله کورنۍ ددې پېښې عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتونکې ده.
د ویلو ده چې امید الله یو کال مخکې واده کړی و او یوه درې میاشتنۍ نجلۍ ترې پاتې ده.