د هلمند سیمه ییز مسوولان وایې که څه هم دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د پنبې کرکیله زیاته شوې،خو په وینا یې، بې وخته بارانونو او وچکالۍ دپنبې پر سږنيو حاصلاتو منفي اغېز کړی دی.
په ورته وخت کې د دغه ولایت کروندګر که څه هم، د کال تردې مهاله دپنبې د ښې بیې خبره کوي، خو د پنبې د سږنيو حاصلاتو کمېدو اندېښمن کړي چې د دوی په باور ښایې پر خپلو کروندو کړي لګښتونه یې ور پوره نه کړي.
له څه مودې راهیسي چې افغانستان کي د طالبانو د مشر د یوه ځانګړي فرمان پر بنسټ، د کوکنارو پر کرکېله بندیز اعلان شو، هلمند کې هم د دې زهرجن بوټي کرکیله صفر ته راټيټه او ځای یې نورو کرنیزو کښتونو نیولى دی.
هلمندي کروند ګر وایې، سږکال د کوکنارو د نه کرل کېدو له امله د دغه ولایت پر پراخو کرنیزو ځمکو پنبه کرل شوې ده.
دلښکرګاه ښار د کاریزي سیمي اوسیدونکى محمد حسین وایې، سره له دې چې د کال تر دې مهاله، پنبه ښه بیه او بازار لري خو د کرنیزو توکو د لوړې بیې، وچ کالۍ او په کروندو د ورګډو شویو سږنیو نباتي ناروغیو له امله، ښایې سږکال په خپلو کروندو شوي لګښتونه هم پوره نه کړای شي.
همدا راز د مارجې ولسوالۍ یوبل اوسیدونکی محمد جمعه هم وایې:« که څه هم سږکال د پنبې کرکېله زیاته وه،خو وچکالۍ او نباتي ناروغیو پرحاصلاتو خورا منفي اغېز کړی او ډیریې کم کړي دي.»
دهلمند د کرني او مالدارۍ ریاست دترویج مدیر قاري محمد نسیم مسلم هم، سږکال په دغه ولایت کې د پنبې دپراخي کرکیلي پخلی کوي خو وایې، بې وخته ورښتونو، وچکالۍ او یو لړ نباتي ناروغۍ د دې لامل شوې چې کروندګر د پنبې کم حاصلات ترلاسه کړي.
بل خوا دهلمند دسوداګرۍ خوني رئیس غلام یحی پښتون وایې، د بُست دولتي فابریکې په دغه ولایت کې دمګړی ۳۵ دپنبې فابریکې فعالې دي.
دی وایي:« که چیري دغه ټولي فابریکې دهلمند سږنۍ پنبه پروسس کړي نو په دې توګه به درېیو ولایتونو ته د پندانې غوړي، اتو ولایتونو ته کُنجاره او لسو ولایتونو ته صابون صادر کړای شو.»
هلمندي کروندګر په داسي حال کې سږکال د بې وخته بارانونو او دغه راز نباتي ناروغیو له کبله د وراوښتو زیانونو خبره کوي، چي دهېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم بې وخته بارانونو او نباتي ناروغیو کروندګرو او بڼوالو ته سخت زیانونه اړولي دي.