د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی اسټيو ویټکاف او زوم یې جرد کوشنر له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته تللي.
ټاس خبري اژانس شنبه د سپټمبر پر ۵مه راپور ورکړی چې هغوی د مسکو په وخت له غرمې وروسته روسیې ته رسېدلې څو د دوه اړخیزو مسایلو په اړه بحث وکړي.
د راپور له مخې، د روسیې د مستقیمې پانګونې صندوق عمومي رییس کریل دیمیتریف، له ویتکاف او کوشنر سره په هوايي ډګر کې لیدلي دي.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې له لیدنو وروسته به د خبرو اترو راپور وړاندې شي.
د اوکرایین د جګړې په اړه سلا مشورې د امریکايي او روسي چارواکو ترمنځ د خبرو اصلي محور بلل شوی دی.





