۸صبح، کابل: د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې اسانتیا د قطر له خوا رامنځته شوې او په بریالۍ توګه سرته رسېدلې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفه چهارشنبه د سلواغې پر ۳مه په یو بیان کې زیاته کړې چې د قطر ډیپلوماټیکې هڅې د دوو امریکایي بندیانو او یو طالب بندي د تبادلې لامل شوې دي.
نوموړي د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام بللی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې چې هېواد یې د افغانستان له خلکو او د دغه هېواد له سولې او ثبات ملاتړ کوي.
قطر په غزه کې د سولې په بهیر کې د خپل مؤثر رول او همداراز د اسرائیل او حماس ترمنځ د بندیانو تبادلې ته هم اشاره کړې ده.
د یادونې ده چې تېره ورځ دوه امریکايي بندیان، رایان کوربت او ویلیم مککېنټي د قطر په منځګړیتوب د طالبانو د غړي خان محمد په بدل کې تبادله شول.





