• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د امـريکا وتل او د اندېښنو زیاتوالی؛ کابل او مسکو پر امنيتي همکاريو ټينګار وکړ

راپور: حسين حيدري، ژباړه: م. ع. پ

 راپور: حسين حيدري، ژباړه: م. ع. پ راپور: حسين حيدري، ژباړه: م. ع. پ
۱۹ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۱۰ جولای ۲۰۲۱ [t_time:1625902250]

له هېواده د امريکايي او ناټو ځواکونو د بشپړ وتلو په درشل کې د امريکا يو شمېر لوړپوړو امنيتي او حکومتي چارواکو څو ځله په افغانستان کې د امنيتي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. په دې اندېښنو کې د طالبانو له لوري د ښارونو د مرکزونو سقوط، د القاعدې ډلې بيا فعالېدل، د رسنيو د فعاليتونو محدودېدل او د سولې مذاکراتو ناکامېدل شامل دي.
په ورته وخت کې د هېواد د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب مسکو ته سفر وکړ چې د روسيې له لوړپوړو چارواکو سره د امنيتي همکاريو په اړه خبرې اترې وکړي. د ملي امنيت شورا په يوه خبرپاڼه کې چې د چنګاښ په ۱۱مه نېټه خپره شوه ويل شوي، د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب مسکو ته په سفر کې د روسيې د ملي امنيت له سلاکار نيکولای پاتروشيف سره کتلي دي.
د ملي امنيت شورا د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوريو په دې ليدنه کې چې د چنګاښ په ۱۱مه نېټه وشوه، د بېړني اوربند پر اړتيا، د سولې مذاکراتو پر پيلېدو، د جګړې پر پايته رسېدو او د خپلواک، واکمن او پر ځان بسيا افغانستان پر موجوديت ټينګار کړی دی.
د امنيتي ګواښونو په ډېرېدو او له هېواده د بهرنيو ځواکونو په بشپړو وتلو سره، د مسکو رول مخ په ډېرېدو دی. له بګرام پوځي اډې څخه وروستی امريکايي سرتېری د چنګاښ په ۱۱مه نېټه بهر شو. د راپورونو له مخې، له هېواده د ناټو او امريکايي سرتېرو د وتلو بهیر به ډېر زر بشپړ شي.
د ملي امنيت شورا د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او روسيې د ملي امنيت شورا سلاکارانو په دې ليدنه کې همداراز د سولې، امنيت، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې او د دواړو هېوادونو د بېلابېلو وزارتونو ترمنځ د سلا مشورو ډېرېدو په اړه خبرې اترې کړې دي.
ملي امنيت شورا ويلي چې په دې ناسته کې دواړو لوريو په سيمه کې له ګډو امنيتي موخو د ملاتړ او غښتلي کولو لپاره خپل ګډ چمتووالی اعلان کړ. دواړو لوريو همداراز ويلي چې په شمال کې ناامنۍ افغانستان، روسيه او د منځنۍ آسيا هېوادونه له ګواښ سره مخامخ کړي.
له دې سره سره به ليدل شي چې د امنيتي همکاريو لپاره د مسکو د چمتووالي اعلان به څومره د کابل اندېښنې راکمې کړي.
د امريکا دفاع وزير لوېډ اسټېن د افغانستان د ملي دفاع له سرپرست وزير بسم الله محمدي سره په ټليفوني خبرو کې د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي او جګړې د پراختیا او د سولې ټول اړخيزې هوکړې ته د رسېدو په وړاندې يو خنډ ګڼلی دی. اسټېن دغه حالت د اندېښنې وړ بللی او ويلي يې دي: «موږ له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د تمويل، تجهيز او مسلکي ښوونې په برخو کې د اوږدمهاله همکاريو دوام ته ژمن يؤ او همداراز له افغان حکومت او افغانانو سره زموږ د تلپاتې ګډون ژمنه په خپل ځای ده.»
په تېرو دوو لسيزو کې چې امریکا له افغانستان سره نږدې او ستراتيژيکه ملګرتیا لرلې، له روسيې سره يې اړیکې محدودې وې. ټول افغان امنيتي ځواکونه د امريکا تر نظر لاندې تشکيل، روزل او سمبال شوي دي.
ملي امنيت شورا د کابل او مسکو ترمنځ د امنيتي همکاريو په اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړي، خو د ملي امنيت شورا وياند رحمت الله اندړ وايي چې دغه سفر د افغانستان د امنیتي مسائلو لپاره د اهميت وړ دی.
د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب د چنګاښ په نهمه نېټه مسکو ته سفر وکړ. ښاغلي اندړ وويل چې دغه سفر د دوو ورځو لپاره ؤ.
د وسلو پېر د سفر په اجنډا کې شامل ؤ؟
داسې اټکل کېږي چې د وسلو پېر هم روسيې ته د ملي امنيت شورا سلاکار د سفر په اجنډا کې شامل ؤ، خو لا تراوسه په دې اړه جزئيات نشته. له دې مخکې روسي رسنيو په مسکو کې د افغانستان د سفير سيد طيب جواد له قوله راپور ورکړی ؤ چې افغانستان چمتو دی، له روسيې څخه وسلې او پوځي وسایل وپېري.
سيد طيب جواد د روسيې له ټاس خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي چې که د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې برخه کې کومه هوکړه وشي، نو افغانستان به له روسيې څخه پوځي وسایل وپېري. د ټاس راپور د غبرګولي په اتمه نېټه خپور شوی دی. د افغانستان سفير هيله مندي ښودلې چې روسيه به د هېواد د پوځي وسایلو په ځانګړي ډول د روسي چورلکو د ترمیم په برخه کې مرسته وکړي. ښاغلي جواد همداراز هيله څرګنده کړې چې روسيه به د افغان پيلوټانو او تخنیکي انجنيرانو لپاره د روزنې زمينه برابره کړي.
د دې ترڅنګ د هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر له دې وړاندې ويلي ؤ چې چين د افغانستان امنيتي ځواکونو د ملاتړ غوښتنې ته مثبت ځواب ويلی دی. وبه لیدل شي چې په افغانستان کې د امريکا بديل کوم هېواد کېدای شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

امریکا تر ۷۲ زره زیات افغانان مېشت کړي دي

۳۰ وږی/سنبله ۱۴۰۱ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۲ [t_time:1663750710]
خبرونه

د امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون: د طالبانو له واکمنۍ وروسته مذهبي لږکي د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

۲ وږی/سنبله ۱۴۰۱ - ۲۴ اګست ۲۰۲۲ [t_time:1661328212]
خبرونه

د طالبانو یو کلنه واکمني؛ د بایډن دولت یو ځل بیا له افغانستانه وتل ارزوي

۲۰ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۱ - ۱۱ جولای ۲۰۲۲ [t_time:1657542779]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.