۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف ویلي، چې د افغانستان د مخکیني هوایي ځواک کابو ۵۰ الوتکې چې ازبکستان ته لېږدول شوې دي، طالبانو ته نه ورکوي.
د امریکا غږ د دغه ازبکستاني لوړپوړي له قوله راپور ورکړی، چې دغه چورلکې د امریکا دي او طالبانو ته نه سپارل کېږي.
د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړي استازي د امریکا غږ ته ویلي: «د دغو چورلکو او الوتکو لګښت امریکا ورکړی.» د هغه په وینا، «د افغانستان د مخکیني دولت مالي چارې واشتګټن برابرولې؛ نو دا په پوره توګه واشنګټن پورې تړاو لري، چې له دغو چورلکو سره څه کوي.»
تر دې مخکې د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي و: «کولای شم ووایم، چې چورلکې به افغانستان ته ونه لېږدول شي، تر څو طالبان کار ترې واخلي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب څه موده مخکې ازبکستان او تاجیکستان ته په خبرداری سره د افغانستان د الوتکو بېرته ستنولو غوښتنه کړې وه. ملا یعقوب ویلي و: «زموږ حوصله مه ازمایئ، زموږ چورلکې بېرته موږ ته را وګرځوئ.»
د ویلو ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د کابل د سقوط پر مهال د افغانستان د هوايي ځواک یو شمېر مخکینیو پیلوټانو دغه چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته لېږدولې وې.