٨صبح کابل: د ملا یعقوب مجاهد او سراج الدین حقاني له لوري د طالبانو له نهلیولشوي مشر ملا هبت الله اخوندزاده نه، په وار وار نېوکو وروسته، د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو چارسنبالو وزیرانو، په کندهار کې ددغې ډلې له مشر سره لیدلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد، پنجشنبې (کب ١١ مه)، په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د طالبانو د کابینې دغو دوو غړو د کابل، کاپیسا، کندهار، فاریاب، خوست او ننګرهار ولایتونو د یو شمېر دیني عالمانو په حضور کې، د طالبانو له مشر سره کتلي دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د یادو دیني عالمانو له قوله لیکل شوي چې هغوی پر ځان او نوروخلکو د ملاهبت الله له فرمانونو نه اطاعت، واجب ګڼي.
ددې ډلې له مشر سره د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو د چار سنبالو وزیرانو خبر په داسې حال کې خپریږي چې په دې وروستیو کې، هغوی په خپلو ویناوو کې په غیر مستقیم ډول له ملا هبت الله نه نیوکې کړي دي.
سراج الدین حقاني تېره میاشت خوست ولایت کې، په یوې وینا کې، وویل چې د واک انحصار او د لیدلوري تحمیلول، د طالبانو په ګټه ندی.
ملا یعقوب مجاهد هم روانه اونۍ کې، د طالبانو د ډلې یو شمېر پوځي زده کړیالانو ته وویل چې په پټو سترګو له هېچا اطاعت ونکړي.