۸صبح، کندهار: ځايي سرچینې وايي چې په کندهار ولایت کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د واکسیناتورانو معاشونه نه دي ورکړل شوي او دغه کسان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
سرچینو شنبه د وږي پر ۱۴مه، ۸صبح ته ویلي چې د واکسیناتورانو میاشتني امتیازات کم دي، خو له دې سره سره د تېرو دوو میاشتو معاشونه یې هم نه دي ورکړل شوي.
یوه واکسیناتور ویلي چې په لوړو بستونو کې مسوولیت لرونکي کسان له دوو تر دوه نیم زرو ډالرو پورې معاش اخلي او معاشونه یې پر وخت ورکول کېږي، خو د واکسیناتورانو معاشونه له درېیو تر پنځو زرو افغانیو پورې دي.
سرچینې زیاتوي چې واکسیناتوران د ژوند لګښتونه له همدغو معاشونو برابروي، خو د معاشونو د ورکړې په ځنډېدو سره یې اقتصادي وضعیت سخت خراب شوی دی.
دغه واکسیناتوران طالبان هم په کاري بهیر کې په لاسوهنه او د واکسیناسیون په کمپاینونو کې د خپلو خپلوانو په ګومارنه تورنوي.
دوی وايي، که د معاشونو د نه ورکړې یا د خپلو نورو حقونو په اړه اعتراض وکړي، له دندو ګوښه کېږي او پر ځای یې طالبان ته نږدې کسان ګومارل کېږي.
سرچینې زیاتوي چې د دې پروګرام مالي لګښت د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له خوا ورکول کېږي، خو تخنیکي چارې او عملي کول یې د طالبانو په واک کې دي.





