۸صبح، کابل: د افغانستان د رزمي هنرونو لوبغاړي واحدالله نژند د ارجنټایني سیال لوریانو سټاروپولي پر وړاندې خپله لوبه وبایلله.
دا لوبه د شنبې پر شپه د غويي پر ۱۹مه د کروشیا په زادار کې د « ان اېف سي» سازمان د سیالیو په لړ کې ترسره شوه.
نژند په لومړي پړاو کې د لغتې په ګوزار سره ناک اوټ شو.
واحدالله نژند د لوبې په پیل کې برلاسی و او ښه فعالیت یې کاوه.
نژند مخکې په خپلو ۱۲ مسلکي سیالیو کې ۱۰ ګټلي او دوه یې بایللي دي.
په دې ماتې سره، هغه خپله درېیمه مسلکي ماتې تجربه کړه.
د نژند ارجنټایني سیال تر دې وړاندې ۱۳ سیالۍ ګټلي او اووه یې بایللي دي او خپله څوارلسمه بریا یې ترلاسه کړې ده.





