۸صبح، کابل: سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د یک تلویزیوني شبکې د پروګرامونو چلوونکی محب جلیلي، شنبه د وري پر ۲۷، د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند سیمو کې طالبانو نیولی او وهلی او ټکولی دی.
په همدې حال کې، محب جلیلي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې خپل نیول کېدل او وهل ټکول تاییدوي او وایي، تر اوسه دی پخپله نه پوهېږي، چې په څه جرم ونیول شو.
د ښاغلي جلیلي له وهلو او ټکولو په داسې حال کې راپورونه خپریږي، چې د شنبې پر ورځ د رسا تلویزیون مدیر مسوول جمشیداحمد احمدي هم کابل کې د ناپېژانده وسله والو له خوا پر سر ټپي شوی و.