د هېواد په سوېل کې پروت هلمند هغه ولايت دی چې ډېری خلک يې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي. په دغه ولايت کې که کرنه اوس هم پر پخواني دود روانه، خو په دې وروستيو کلونو کې کروندګرو هڅې پیل کړي چې څو په خپلو ځمکو کې د نويو کرنيزو توکو کرنه تجربه کړي. د هلمند په مرکز لښکرګاه او شاوخوا ولسواليو کې د تېرو اتو کلونو راهیسې کروندګرو د ممپليو کرنې ته مخه کړي او هيله لري چې له دغه کښت څخه څه اندازه ګټهوټه ترلاسه کړي.
په دغه ولايت کې ميشت کروندګر وايي چې د نورو حاصلاتو په څېر سږکال په هلمند ولايت کې د ممپليو د حاصلاتو قيمتونه هم د پام وړ لوېدلي دي او له دې حاصلاتو څخه یې د ترلاسه کيېدونکو عايدو ته هېڅ هيله نه لري. د مرکز لښکرګاه يو کروندګر حبیبالله چې سږکال پر خپله درې جريبه ځمکه د ممپليو کښت کړی وايي، د نورو کلونو په پرتله يې له دغه کښت څخه ښه حاصل ترلاسه کړی، خو زياتوي چې بازار يې د نورو کلونو په پرتله ۵۰ سلنه لوېدلی دی. هغه وايي چې د کمزوري بازار له امله يې له ممپليو څخه ترلاسه شوي حاصلات په کور کې په دې هيله ساتلي که يې بازار لوړ شي او د دوی لپاره څه اقتصادي ګټه وکړي.
نوموړی په دې هکله له ۸صبح ورځپاڼې ته وويل: «ممپلۍ موږ هر کال په خپلو ځمکو کې کرو، خو سږکال ما پر درې جريبه ځمکه ممپلي کرلي دي او تر ۳۰۰ کيلو زيات حاصلات مې ترلاسه کړي دي، خو قيمتونه يې دومره لوېدلي چې په دومره ټيټ قيمت موږ هېڅ وخت نه وو پلورلي. يوه مياشت کېږي په کور کې مې ساتلي، که راتلونکي کې يې قيمت لوړ شي زما لپاره به یوه ګټه ترلاسه شي.»
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې چې هم سږکال زيات شمېر کروندګرو په خپلو ځمکو کې د ممپليو کښتونه کړي او د حاصلاتو څخه يې د خوښۍ ترڅنګ وايي چې که د ممپليو څخه ترلاسه شوي حاصلات يې څه اندازه هم نرخ پیدا کړي باور لري چې لوېدلی اقتصادي وضعيت به يې ښه شي. دنادعلي ولسوالۍ يو کروندګر عبیدالله وايي چې د اقتصادي ستونزو له کبله اړ شوی څو ترلاسه شویو ممپليو څخه څه اندازه يې په کښته قيمت په ښار کې وپلوري، خو زياتوي چې زياته برخه يې په کور کې ساتلي ده.
نوموړي غوښتنه کوي چې د دوی د ممپليو د حاصلاتو لپاره دې مناسب بازار پیدا شي. ده وايي :«سږکال يې قيمتونه بيخي کښته دي، په هېڅ نه پلورل کېږي کنې ډېر حاصلات مو ترلاسه کړي دي خو يوازينی ستونزه يې دا ده چې بازار نه لري خلک اقتصادي ستونزې هم لري. ما خپله يوه څه اندازه وپلورل، خو ډېره برخه مې په کور کې ساتلي ده.»
ورته مهال، په دغه ولايت کې يو شمېر د کرنيزې برخې کارپوهان بیا د هلمندۍ ممپليو پر کمزوري بازار انديښمن دي او زياتوي چې که د دغه حاصلاتو لپاره ښه مارکيټ ونه موندل شي، د کروندګرو شوي لګښتونه به هم پوره نه کړي. په دغه ولايت کې د کرنې د برخې يو کارپوه انجينر عزیز وايي چې هلمند د ممپليو د کرکېلې لپاره ښه مناسبه هوا لري، خو زياتوي چې په دې وروستيو کلونو کې د مارکېټ د نشتوالي له امله کروندګرو د دغه کښت له کرنې مخ اړولی دی.
هغه پر طالبانو هم نيوکې کوي چې د افغاني محصولاتو لپاره يې هيڅ بازار موندنه نه ده کړي. دی زیاتوي: «په هلمند کې د ممپليو کښت ښه نتيجه ورکوي، خو په دې وروستيو کلونو کې مارکېټ نشته. که په دغه قيمت ترلاسه شوي حاصلات وپلوري، زه باور لرم چې د دوی لګښتونه به هم پوره نه کړي. تاسو پوهېږئ چې په دې وروستیو کې د هر ډول حاصلاتو بازارونه لوېدلی دی چې اساسي لامل يې د طالبانو کمزوری مدريت دی او په دې برخه کې هېڅ پاملرنه نه کوي. ډيرو کروندګرو اوس د ممپليو د کرلو څخه مخ اړولی دی.»
د معلوماتو له مخې دا مهال د يو کيلو هلمندي ممپليو قيمت شاوخوا ۱۰۰ افغانۍ دی. په هلمند ولايت کې د کرنې رياست طالب مسوولان وايي چې سږکال په دغه ولايت کې پر زياتو ځمکو د ممپليو کښتونه کرل شوي او هيله لري چې شاوخوا ۱۵ زره مټريک ټنه حاصلات به ترلاسه شي. د کرنې رياست طالب مسوولان وايي چې د دوی رياست هڅه کوي څو د هلمند ممپليو لپاره ښه بازار موندنه وکړي.
هغه په دې تړاو وايي: «سږکال په هلمند ولايت کې پر زيات شمير ځمکو د ممپليو کښتونه شوي چې د هلمند د کرنې رياست د معلوماتو پر بنسټ شاوخوا ۱۵ مټريک ټنه حاصلات ترلاسه شي. زموږ ریاست پوره هڅه کوي څو دغه حاصلاتو ته مناسب بازار پیدا کړي.
دا نه يوازې هلمند دی چې کروندګر يې د ممپليو د کښتونو د ترلاسه شویو حاصلاتو له کمزوري بازار څخه شکايت کوي، بلکي د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې په دې وروستیو درېیو کلونو کې د بېلابېلو حاصلاتو بازارونه لوېدلي چې له کبله يې کروندګرو ته سخت اقتصادي زيانونه رسيدلي دي.





