په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله د مالټو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. دوی زیاتوي، د دغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې پر دوه زره او ۷۵۳ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي چې د اټکل له مخې ۱۱ زره او ۱۳ مټریک ټنه حاصل به ترې ترلاسه شي. په همدې حال کې یو شمېر بڼوال وايي، له پاکستانه واردېدونکو مالټو یې بازار خراب کړی او نیوکه کوي، چې د طالبانو حکومت یې د مخنیوي په برخه کې کوم ګام نه دی پورته کړی. د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې بڼوالو پر خپلو شخصي امکاناتو او د نړۍ والو مرستندویه ادارو په همکارۍ د مالټو بڼونه جوړ کړي.
د دغه ریاست طالب مسوولانو په وینا، د دوی د اټکل له مخې به سږ کال له دغو بڼونو ۱۱ زره او ۱۳ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي چې د تېر کال په پرتله په کې شااوخوا ۱۵۰ مټریک ټنه زیاتوالی راغلی. د دغه ریاست لپاره د طالبانو رئیس محمد ولي محسن وايي: «ګوشته، کامه، کوز کونړ، دره نور، سره رود، شېرزاد، خوږیاڼي، چپرهار، رودات، کوټ، بټي کوټ، بهسود، غني خېل، مومندره، لعلپوره، اچین او نازیان ولسوالیو کې باغدارانو په ۲۷۵۳ جریبه ځمکه د مالټو باغونه جوړ کړي او د اټکل له مخې به ترې ۱۱ زره او ۱۳ مټریک ټنه حاصل په لاس راشي.»
په همدې حال کې یو شمېر بڼوالان وايي، د تېر په پرتله یې د مالټو بازارونه ساړه دي او دوی له مالي تاوان سره مخ دي. دوی نیوکه کوي چې په دې برخه کې ورسره د طالبانو حکومت همکاري نه ده کړې، چې دې چارې دوی له بڼوالۍ زړه توري کړی. د ننګرهار د بټيکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی او بڼوال رحمن (مستعار نوم) په همدې تړاو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «کال په کال زمونږ بازارونه په خرابېدو دي، طالبانو راسره په دې برخه کې هېڅ کومک نه دی کړی، نه راسره نورو هېوادونو ته د مالټو د لېږد لپاره همکاري کوي، نه د افغانستان نورو ولایتونو ته، بېخي یې له باغدارۍ راته زړه تور کړی، بازارونه بېخي خراب دي، ایله خپل مصارف پوره کړي، مونږ ته ګټه نه پاتې کېږي.»
د مالټو کاروباریان دغه راز په کور دننه د شته مالټو د بازار خرابوالي لامل له پاکستانه د مالټو پراخ واردات یادوي. دوی له طالبانو غوښتنه کوي چې له پاکستانه پر واردېدونکو مالټو دې مالیه او محصول زیات شي، څو په کور دننه د شته مالټو بازار جوړ او دوی ته مناسبه ګټه پاتې شي. ننګرهار کې د مالټو یوه کاروباري د نوم نه ښودلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «د ننګرهار د مالټو د خراب بازار علت دا دی، چې له پاکستانه پرېمانه مالټې راځي، دلته چې مالټې وي نو ولې له پاکستانه راشي؛ طالبانو له مونږ سره هېڅ مرسته نه ده کړې، چې پر هغه مالټو مالیه او محصول لوړ کړي؛ ترڅو زمونږ د وطن مالټې په خپل وطن کې خرڅې شي؛ طالبان باید له پاکستان سره باالمثل عکس العمل وکړي، ځکه هغوی هر کال زمونږ پر تازه مېوو او سبزیجاتو مالیه او ټکسونه لوړوي او افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه رسېږي.»
بل لور ته بڼوال شکایت کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ورسره د بڼوالۍ په برخه کې مرستې نه دي شوي. دوی وايي، د بڼوالۍ اړوند اړتیاوې پر خپلو شخصي لګښتونو پوره کوي چې دوی ته په درنه بیه تمامېږي او مناسبه ګټه لاسته راوړلی نه شي. د بهسودو ولسوالۍ اړوند بڼوال حضرت شاه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «ما په یو جریب ځمکه د مالټو باغ جوړ کړی، دې کې راسره یوه اندازه کمک موسساتو کړی و، دا باغ مې د جمهوریت پرمهال جوړ کړی، خو له کله راهیسې چې د طالبانو حکومت راغلی هېڅ مرسته راسره نه ده شوې، مونږ سره باید د کیمیاوي سرې، دوا او نورو زراعتي وسایلو کومکونه وشي؛ ځکه دا ټول شیان چې پر خپلو پیسو واخلو؛ نو مونږ ته ډېر په تاوان تمامېږي او سمه ګټه نه شو کولی.»
بټي کوټ ولسوالۍ کې د مالټو شته بڼونو نه یوازې دا چې لسګونه کاریګرو ته د کار زمینه برابره کړې، بلکې د سیلانیانو لپاره د پام وړ پر سیمې هم بدله شوې. دې ولسوالۍ ته راتلوونکي سیلانیان وايي، د سیاحت لپاره مناسبې آسانتیاوې نشته او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې په دې برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي.
د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند مالټو بڼونو ته له کابل څخه راغلي سیلاني محمد اسلام له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ د بټي کوټ د مالټو صفتونه اورېدلي وو، واقعاً ښې مالټې دي، ښه د چکر ځایونه لري؛ خو متاسفانه چې د سیلانیانو لپاره لازم سهولتونه نشته، سړک خراب دی، ټولې دوړې دي، هوټلونه نشته، د ناستې لپاره پارکونه نشته، باید حکومت [طالبان] مناسبې آسانتیاوې برابرې کړي.»
هڅه مو وکړه چې د مالټو د سوداګرو او سیلانیانو د شکایتونو او غوښتنو په تړاو ننګرهار کې د طالبانو ولایت مقام نظر هم ولرو، خو له پرلپپسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.
په همدې حال کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت لپاره د طالبانو مسوولان وايي چې د ننګرهار کانال په څلور ګونو فارمونو کې په دوه زره او ۶۰۰ جریبه ځمکه کې له جوړو شویو بڼونو چې له دوو لسیزو وړاندې جوړ شوي د اټکل له مخې به ترې شااوخوا څلور زره مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.





