• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ننګرهاري کروندګر: سږکال یې د ګنیو حاصلات ښه دي

راپور: لعل قدر تسل

راپور: لعل قدر تسل راپور: لعل قدر تسل
۳ ليندۍ/قوس ۱۴۰۰ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۱ [t_time:1637744016]

څوک چې ننګرهار ته ځي، د نارنج، مالټې، ګنیو او خوږو ګوړو انځور یې ذهن کې وي. د ژمې په موسم کې هم نارنج، مالټه او لیمو رسیږي او هم د ګنیو فصلونه رسیدلي وي، چې د ژمې به سړه هوا کې د ګنیو له ګاڼیو خواږه او تاوده تپونه پورته کیږي او خلک ورته ورمات وي.

سږکال د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د نورو کلونو په پرتله بزګرو زیات ګڼي کرلي او د ګوړو تولید هم له پخوا زیات شوی دی.

د کامې ولسوالۍ په نواباد سیمه کې د ګوړې یو ګاڼۍ کې ګڼ شمیر خلک په کار بوخت دي، دا یوازې مصروفیت نه دی، بلکه د ورځې مزد هم اخلي. سږکال دې ولسوالۍ کې ښه فصلونه شوي دی.

د ګنیو خاوندان خوشاله دي، وايي هره ورځ یې تازه ګوړه خرڅېږي او خلک یې په نقدو پیسو اخلي.

سرور ګوړه پخوي او وايي: «پر لاس جوړه شوې ګوړه مې اوس د هېواد ګڼو ولایتونو ته رسېږي او د نورو بازاري ګوړو په پرتله یې خوند او رنګ دواړه ښه دي. له لرو پرتو سیمو خلک راځي او دلته ورته ډول ډول ګوړه جوړوو.»

نوموړي زیاته کړه، د ګنیو ډولونه هم بیل دي، خو د شنو ګڼیو ګوړه خوږه ده او زیاته ګوړه ورکوي.

د کامې ګوړه هم خوږه ده او هم یې رنګ ښه دی

د سرور په خبره، دا یو ساده او وطني سیستم دی، پخوا به له غوایانو د ګڼیو د زبیښلو لپاره کار اخیستل کیده، چې د ګڼیو تولید به دومره نه و، اوس دا چاره په ماشینونو کیږي، چې دهقانانو ته یې کار اسانه کړی دی.

شکور په ګاڼۍ پسې اور اچوي، ژمی یې تود دی، خو کار یې له اور سره دی او سخت دی. نوموړی وايي، خوشاله دی چې په خپل کور کلي کې ورته کار برابر دی او د اولادونو لپاره حلاله روزي ګټي.

شکور زیاته کړه: «ټول کار مې له اور سره دی، خوشاله یم او بیګا ته له ځان سره دومره څه کور ته وړم، چې شپه مو پرې په مړه ګیډه سبا شي. هم مزدوري کوم او هم د کار په پایله کې یو وطنی تولید بازار ته وړاندې کوو. له دې وړاندې به له کوزې پښتونخوا ګوړه د افغانستان بازارونو ته راتله.»

سمندر له کابل څخه راغلی دی او غواړي د کامې ګوړه وپېري. نوموړی وايي، دا ګوړه خوندوره او طبیعي ده.

دغه راز احسان‌الله هم له کونړه کامې ولسوالۍ ته راغلی او غواړي ګوړه واخلي. نوموړی وايي: «ګڼو کلیوالو د کامې ګوړه غوښتې، نو ګاڼۍ ته راغلی یم چې ټولو ته ګوړه یوسم. پخوا به مې یوازې د ځان لپاره وړله، اوس چې یې کلیوالو مزه څکلې، هر یو یې رانه غواړي چې ګوړه ورته یوسم، دا سوچه او خوږه ګوړه ده.»

له دې وړاندې د ګنیو کرکیله دومره نه وه، خو دا چې اوس له یو خوا ګوړه مشهوره شوې ده او نورو ولایتونوته هم ځي او له بلې خوا بزګرو ته ښه ګټه کوي، نو هر یو هڅه کوي پر خپلو ځمکو ګني وکري او د ژمې په ساړه موسم کې هم تودې ګوړې وخوري او هم یې جیبونه ډک وي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د هېواد په ختیځ کې زرګونه زلزله‌ځپلې کورنۍ سرپناه نه لري
خبرونه

یونیسف: د کونړ، ننګرهار او لغمان زلزله‌ځپلي د ژمي په را رسېدو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1760385153]
یونیسف: د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې څه باندې نیمايي قربانیان ماشومان دي
خبرونه

یونیسف: د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې څه باندې نیمايي قربانیان ماشومان دي

۲۵ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1758034722]
د روغتیا نړیوال سازمان: پر ښځینه ډاکټرانو محدودیتونو د زلزله ځپلو د درملنې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی
خبرونه

ملګري ملتونه: په کونړ او ننګرهار کې څه باندې ۴۹۸ زره کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري

۱۹ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757530957]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ یو کس ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.