په ځینو ځایونو کې ویل کېږي چې د طالبانو د ډلې توندلاري او ځپونکي کارونه، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د هغوی چلند د دې ډلې د ځینو برخو د تایید وړ نه دی او د دغو برخو د غوښتنو پرخلاف ترسره کېږي. ځینې بیا تر دې هم وړاندې ځي او وايي، چې دا کړنې د دې ډلې د مشر په شاوخوا کې د یوې وړې کړۍ کار دی او اکثریت یې مخالف دي. دوی د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره د طالبانو د ډلو تر منځ خپل منځي اختلافاتو ته نغوته کوي او ټینګار کوي چې د بېلګې په توګه د کوټې شورا له حقاني شبکې سره اختلاف لري او یا هم په فلاني قوم او فلانۍ سیمې پورې اړوند طالبان بل نظر لري. دا ګنګوسې د دې لپاره دي چې د ښو او بدو طالبانو کیسه دود کړي او یا په دې ډله کې د یوې احتمالي- خیالي ښېګڼې د سلنې په ښودلو سره د هغې د بد ګڼو کچه راکمه کړي.
په دې برخه کې لومړۍ پوښتنه دا ده چې آیا ښه ترهګر او بد ترهګر شته؟ د بېلګې په توګه، ایا نازیان په ښو نازیانو او بدو نازیانو ویشل کیدای شي؟ داعشیان څنګه، ایا موږ ښه داعشیان او بد داعشیان لرو؟ که څوک ووایي چې طالبان باید له نازیانو او ان داعش سره پرتله نه شي، باید څرګنده کړي چې د طالبانو فکر له کوم ځایه سرچینه اخلي. آیا دا ډله د خپلې موخې د لاسته کولو لپاره چې د واک پر دستګاه د ولکې ټينګول دي، له تاوتریخوالي نه کار نه اخلي؟ ایا ټولنه د ایډیالوژیک وېش پر بنسټ په ښو او بدو نه وېشي؟ ايا د ارتداد او تکفیر په وسلې سره د خپلو مخالفانو پروړاندې نه درېږي ایا ډارول او ترهګري یې د سټراتیژۍ په توګه نه ده غوره کړې؟ ایا پر نړیوالو کنوانسیونونو بې باوره او بې اعتنا نه ده؟
که ښه طالبان موجود وای، نو په دومره کلونو کې به یې د بې ګناه خلکو د وژلو مخالفت کړی و، د خلکو د حقونو د دفاع لپاره به یې پلان درلود، پر خپلې بې عقلې مشرتابه به یې د فشار راوړلو لپاره اقدام کاوه، د ښې حکومتولۍ لپاره به یې طرحې جوړې کړې وې، له نورو قومي ډلو سره به یې د ګډې ژبې دموندلو لپاره ګامونه پورته کول، ښه طالبان هغو کسانو ته نه ویل کېږي، چې له نورو طالبانو سره څنګ په څنګ جګړې ته ځي، خپل ټول ځواک د خپل مشر د حکمونو د پلي کولو لپاره کاروي. پر قومي، ژبني، مذهبي، دیني او جنسیتي تبعیض سترګې پټوي او د جګړې په ډګرونو کې له نورو سره اوږه په اوږه د وژنې د ماشین د پرزو لویه برخه جوړوي، خو له نورو خلکو سره د مخ کېدو پرمهال له وضعیته ځان ناخوښ ښيي، د رسنیو پر وړاندې مدني حرکتونه کوي، له بهرنیانو سره دروغجنې ژمنې کوې او د ورځې په پای کې د خپل امیرالمومنین په دربار کې حاضریږي او د هغه پر وړاندې خپل اخلاص څرګندوي. داسې کسان ښه طالبان نه شي بلل کېدای. د طالبانو سمه ډلبندي دا ده چې یوه ډله صادق طالبان او بله ډله منافق طالبان ونوموو.
ریښتیني طالبان هغه دي، چې قول او عمل یې یو شان وي، خپلې ایډیالوژۍ ته وفادار وي، خپلې ایډیالوژۍ ته پر ژمنتیا نه شرمېږي او خپل اصلي هویت د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې ښکاري کوي، چې نه پربشري حقونو، نه د ښځو پر حقونو ، نه د لږکیو پر حقونو، نه د هېوادوالو پر حقونو او نه هم د نړۍ پر نورو بشري مقولو باور لري. هغه کسان چې په عمل کې د دې نظام ملاتړي او د پیاوړتیا عاملان دي، خو ننداریزې خبرې او چلند یې برعکس ښکاري، منافقان دي چې غواړي هم خپلې ډالري ګټې او هم د خپل مشر ملاتړ وساتي. منافقان باید جدي ونه ګڼل شي. باید د خلکو او نړیوالې ټولنې مقابل لوری ريښتیني طالبان وي، چې په کارونو کې یې هېڅ ابهام او ګونګتیا نشته.