د روانې رواني جګړې آسان و سپاهیان څه غواړي!

– هله چې موقت حکومت جوړيږي!
– هله چې سرپرست حکومت را روان دی!!
– هله چې واک تقسیم شو!!!
– چا وېل؟ څوک وایي؟؟ تاته چا ووېل؟؟؟
– ټوله دنیا وایي! ټوله دنیا دا غواړي!! ټولې دنیا دا خبره، سره پخه کړې!!!
آیا موږ نانځکې یاستو!؟
آیا موږ فکر نلرو، دریځ نشو نیولای… هېڅ کار مو له لاسه نشي کېدای!!؟؟
څنګه! زموږ عقل و شعور، چا را طلسم کړي؟ آیا موږ عقلي شنډان او ارادې ته مو اتکړۍ او ځنځیرونه را پراته دي!؟
یې وروره، یې خورې؛ هېڅ به ونشي! چې (زه، ته او هغه) ونغواړو؛ هېڅ به ونشي!!
د یوه ویښ، هوښیار، او مسولیت منونکي ولس په توګه راته ښایي، چې د خپل هېواد سوله او ډاډمن امن، خوشحالي او سوکالي، خپل مسؤولیت او کار وګڼو.
موږ چې ونغواړو، نه څوک یو بل ماشوم یتیمولای شي، نه یوه بله بي بي مېرمنه، کونډولای شي او نه یو پل یا پلچک، الوزولای شي!!
موږ د خپل ژوند او برخلیک، کروندګر او باغوانان یاستو. او زموږ اوسنی فکر، دریځ او کړنه، زموږ د سبا ورځ د بخت فصل دی.
د جاپان یا المان، یا سینګاپور یا بل هېواد په ښاریو او کوڅو کې د سولې ډاډمنه فضا او د تخنیک او تکنالوجۍ له لاسو، د ژوند او هوسایۍ، مدرن محصولات، د جاپاني او هر بل دا ډول هېواد د وګړي، د ژوندپال فکر، هوښیارانه ارادې او له احساس ډک کار، محصول دي.
زما خواږه وروره او قدرمنې خورې!
څومره خوند کوي، د خپل لاس حلاله ډوډۍ!
سوله، ټیکاو، خوشحالي او یوه روښانه راتلونکې جوړول هم، د خپل لاس، حلاله «ډوډۍ» وګڼئ.
سوله، امن، خوشحالي او نیکمرغي، په خیرات نه؛ بلکه پخپل اوسني فکر و دریځ، ځان او نورو هېوادوالو ته راوړلای شو.
د «موقت» یا «سرپرست» یا منقسم حکومت، زورور خبرونه باید موږ په ذهني- عقلي معلولینو بدل نکړي!!
دا ښایي د هغې رواني جګړې، آسان، پټ سپاهیان او «موربم» و «پلاربم» وي، چې زموږ د نن او سبا د لوټلو او چورتالان قیامت جوړولو لپاره، آماده شوي او ماموریت یې زموږ ذهن و روان او اراده ځپل او شنډول وي!!
په دومره مرګ ژوبلو او ورانیو سره، چې ددې خاورې د بچیانو لخوا وینو، باوري یو، چې دا ځانځپلې ولس کولای شي، د سولې، امن، ډاډ، خوشحالۍ، او نیکمرغۍ روڼ سباوون، د خپل ژوندي تاریخ، نوي فصل کړي.
په یاد مو وي: هرڅه چې راباندې راځي، زموږ د خپلو فکرونو، ارادو او کړنو، کښتونه به وي!!

ورته لیکنې

Back to top button