په ځينو کورنیو کې د نجونو د ودولو پرېکړه تر ډېره د دې پر ځای چې خپله نجلۍ ته وخت ورکړل شي، نور یې کوي. هغه نجونې چې لا د زدهکړو په عمر کې دي یا خپلې راتلونکې ته پلان لري، کله کله د خپلو کورنیو په خوښه ګډ ژوند ته مخه کوي؛ داسې پرېکړه چې ځینو ته د زدهکړو پای او د هغو مسوولیتونو پیل دی چې منلو ته یې چمتو نه دي. جبري او کمعمره ودونو د ځينو نجونو ژوند اغېزمن کړی دی. د کورنۍ فشار، اقتصادي ستونزې، دودیز باورونه او له راتلونکې اندېښنه هغه لاملونه دي چې نجونې د واده د پرېکړې پر وړاندې زیانمنې کولی شي.
«له ما یې ونه پوښتل چې غواړم یې که نه»
مریم هغه نجلۍ ده چې وايي کورنۍ یې هغه مهال د هغې د واده پرېکړه وکړه چې لا یې د زدهکړو وخت و. هغه وايي: «کله یې چې په لومړي وار وویل واده وکړم، ګومان مې کاوه چې ټوکې کوي. ما غوښتل درس ووایم او ځانته مې یوه بله راتلونکې انځور کړې وه. خو چا راڅخه ونه پوښتل چې ایا دا واده غواړم که نه.»
مریم وايي چې د کورنۍ له پرېکړې سره مخالفت ورته اسانه نه و. د هغې په خبره، د کورنۍ فشار او د خپلوانو له غبرګونه وېره د دې لامل شوه چې ونه توانېده په اسانۍ خپل مخالفت څرګند کړي.
کمعمره ودونه نجونې له داسې مسوولیتونو سره مخ کولی شي چې منلو ته یې چمتوالی نه لري. له زدهکړو لاس اخیستل، له خپلو خپلوانو لرې کېدل او ټولنیز چاپېریال او اقتصادي تړلتیا د کمعمره او جبري ودونو پایله ده چې نجونې یې تجربه کوي.
یوه بله نجلۍ سارا (مستعار نوم) وايي چې له واده وروسته مجبوره شوه له درسونو لاس واخلي. هغه وايي: «ډېر خپلو درسونو ته خپه وم. غوښتل مې دوام ورکړم او یو مسلک ولرم، خو له واده وروسته شرایط بدل شول. نور مې د پخوا په څېر د زدهکړو چانس نه درلود.»
اقتصادي فشار او د واده پرېکړه
ځينې کورنۍ اقتصادي ستونزې له وخت مخکې د خپلو لوڼو د ودولو یو لامل بولي. هغه کورنۍ چې له مالي ننګونو سره مخ دي، ښايي واده د اقتصادي مسوولیت د کمولو یوه لار وګڼي. خو د ښځو حقونو فعالانې وايي چې اقتصادي ستونزې دې د دې لامل نه کېږي چې له نجونو د زدهکړو فرصتونه او د انتخاب حق واخیستل شي.
«ډېرو نجونو ته نه ویل اسانه نه دي»
ټولنیزه فعاله فرشته وايي چې په ځينو کورنیو کې د واده پرېکړه د دې پر ځای چې د نجلۍ په غوښتنه وي، د کورنۍ د مشرانو په ځانګړې توګه د نارینهوو له خوا نیول کېږي. هغه وايي: «کله کله یوه نجلۍ ان نه پوهېږي چې څنګه مخالفت وکړي. که ووايي نه غواړم واده وکړم، ښايي د کورنۍ له سپکاوي یا فشار سره مخ شي. له همدې کبله دې د نجلۍ واقعي رضایت ته پام وشي.»
د فرشتې په خبره، د کمعمره ودونو د پایلو په اړه د کورنیو پوهاوی او نجونو ته د زدهکړو د فرصتونو برابرول د دغې ستونزې په حل کې مهم رول لوبولی شي.
زدهکړې؛ لومړنی څه چې له لاسه وځي
ډېرو نجونو ته چې د زدهکړو له بشپړولو مخکې واده کوي، د زدهکړو دوام سختېږي. د کورنۍ مسوولیتونه، پر تګ راتګ محدودیتونه او ناکافي ملاتړ یې زدهکړو ته د بېرته ستنېدو مهم خنډونه دي. لیلا په دې اړه وايي: «که کولی مې شوای درس ووایم، ښايي نن مې د ژوند شرایط بدل وای. هغه څه چې ډېر ارمان یې راځي، فرصتونه دي چې له لاسه مې ورکړل.»
د جبري او کمعمره ودونو اغېزې یوازې د واده تر وخته محدودې نه دي؛ د زدهکړو د مسیر بدلون، د کاري او اقتصادي فرصتونو محدودېدل او د فردي خپلواکۍ کمېدل کلونه د نجونو پر ژوند اغېز کولی شي. سربېره پر دې، هغه نجونې چې له چمتووالي پرته ګډ ژوند پیلوي، ښايي د کورني ژوند د مسوولیتونو د منلو او د ګډ ژوند په اړه د پرېکړو پر مهال له ډېرو ننګونو سره مخ شي.
واده هلته د ګډ ژوند پیل کېدای شي چې دواړه د پوهاوي او متقابل رضایت پر بنسټ پرېکړه وکړي. د هغو نجونو لپاره چې لا د پرېکړې مناسب عمر ته نه وي رسېدلې یا د کورنۍ تر فشار لاندې وي، د «رضایت» او «اجبار» ترمنځ کرښه ډېره نازکه وي. د هغو نجونو کیسې چې د جبري یا له وخته مخکې واده تجربه لري، ښيي چې دا یوازې د واده د مراسمو یا د کورنۍ د یوې پرېکړې په اړه نه ده، بلکې د انسان د راتلونکي، زدهکړو او د انتخاب د حق موضوع ده.
د دغې پدیدې د کمولو لپاره د کورنیو پوهاوی، زدهکړو ته د نجونو د لاسرسي دوام، له زیانمنونکو کورنیو سره مرسته او د هغو نجونو لپاره د لاسنیوي د خوندي لارو رامنځته کول ارزښت لري چې له جبري واده سره مخ دي.
په ټوله کې بیا اصلي پوښتنه دا نه ده چې کورنۍ کله د خپلې لور د واده پرېکړه کوي؛ اصلي پوښتنه دا ده چې ایا نجلۍ د خپلې راتلونکې په اړه د پرېکړې واک لري؟





