۸صبح، کابل: د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچاو) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د روان کال له پیله راپدېخوا په افغانستان کې لږترلږه یو زرو او ۲۲۰ کسان د ساري ناروغیو له کبله مړه شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان دوشنبه د وري پر ۲۷مه په دغه راپور کې لیکلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۵۲۹ زره او ۸۱۱ کسان پر تنفسي ناروغیو په ځانګړي ډول شري او اسهال اخته شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، په هېواد کې تېرې څو میاشتې د شري او اسهال په ګډون پر ساري ناروغيو د اخته کسانو شمېر د پام وړ زيات شوى دى.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په تېرو درېيو مياشتو کې ۱۶ زره او ۱۰۵ کسان پر شري او ۲۶ زره او ۵۹۷ نور بیا د اسهال پر ناروغۍ اخته شوي دي.
د راپور پر بنسټ، د شري ۸۰.۵ سلنه ناروغان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د اپرېل له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې د شري یو زرو او ۵۳۵ شکمنې پېښې ثبت شوي او په دې موده کې له پنځو کلونو کم عمره ۱۲ ماشومان د دغې ناروغۍ د اخته کېدو په پایله کې مړه شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ټولټال ۳۳۵ زره او ۶۰ کسان پر شري ناروغۍ اخته شوي او د دوی ترمنځ یو زرو ۷۶ کسانو ژوند بایللی دی.
په راپور کې راغلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې په ۲۵۳ ولسوالیو کې ۱۳ کسان د اسهال له کبله مړه شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې هېواد کې په وروستیو اوونیو کې د اسهال د پېښو شمېر ۱۱.۳ سلنه لوړ شوی دی.
تر نیمايي زیات پر اسهال اخته کسان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي یو مهم لامل اقلیمي بدلون ښودلی دی.