۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په خپل کلني راپور کې ویلي چې د پولیو واکسیناسیون په کمپاین کې ۱۶.۶ میلیونه ماشومان واکسین شوي دي.
نوموړي بنسټ پنجشنبه د زمري پر ۸مه خبر ورکړی چې څه باندې ۱۸۹ زرو کسانو چې پکې له ایران او پاکستانه راستنېدونکي هم شامل دي، روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.
دغه سازمان زیاته کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې د بحرانونو پر وړاندې د تیاري لپاره د تجهیزاتو او بېړنیو روغتیايي خدماتو لېږد هم دوام درلود.
د روغتیا د نړیوال سازمان د کلني راپور پر بنسټ، د هېواد ۴۸۹ روغتیايي مرکزونو ته دوه زره او ۹۷۸ ټنه روغتیايي توکي او تجهیزات هم لېږل شوي دي.
د نوموړي بنسټ د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ۲۵ پېښې په ۲۰۲۴ کال کې ۲۱ ته راښکته شوې او ۱۸ میلیونو ماشومانو د پولیو واکسین ترلاسه کړی دی.
دغه سازمان اعلان کړی چې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره د سرطان ملي روغتون رغول شوی، د سرطان د درملنې لپاره د څه باندې ۵۰۰ زرو ډالرو په ارزښت درمل برابر شوي او په افغانستان کې د راډيوتراپي د لومړي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي.





