ولې یې لیکم ؟
زموږ زړونه، یوازې له مکان- زمان هاغاړه، کتیبې په لوستلو سره، سپین عقل مومي. هغه غږ، چې ټول غږونه یې ذهني انعکاسات دي، د ابدیت اصیله سمفوني ده. ځکه نو؛ زما روان ذهني- رواني کتابت، تمریني لوبې دي، د سپین غږ منارو ته پورته کېدلو په لور.
نو: که په دومره لیک کې، د سپینې شاهانه موسیقۍ، آهنګ نه وي؛ نو ټوله ذهني- رواني او کاغذي نقاشي ده.
ولې یې لیکم؟
ټول ارمان مې: ټول بشر ته د هرڅه باره کې، ټوله خبره کول دي. خو دې لپاره به یو مخ په مینه استحاله مومې!
خالصه مینه؛ د ټولو لپاره په امن، ازادۍ او خوشحالي بدلېدل دي. دا چټلنویسۍ مې هم دې لاره کې خاپوړې دي.
ولې یې لیکم؟
تر خپلو زدهکړو را یاده شوه:
کلمو چې د زړه عطر نه وي څښلي، بیخي کاغذي دي! ابتدایه دوره کې به یې له رنګه کاغذونو، ګلان او نورې کاردستیانې راباندې جوړولې! اوس مې زړه کاغذي سوغاتونو ته- ولو که فلسفه یا عرفان او میتافزیک هم وي- نه ورځي!
ولې یې لیکم؟
د حقیقت سپین اور او د حواسو بېچارګي:
د خوږو دوستانو ددې ګيلې، چې ولې دومره سخت لیکم؟ په ځواب کې: زمکه، د حقیقت په وس نه ده! ځکه حقیقت- د تاریخ په اوږدو کې- څاڅکی څاڅکی راغلی.
انساني ذهن او حواس، د حقیقت ټوټه ټوټه لمر- هغه هم د مکتب/ مدرسې، په کتاب کې وچ شوی، د اوبو یا شودو جام کې غوټه کوي او بيا يې په سر اړوي او په همدې باندې، د مکان- زمان جهان دوام مومي!
د حقیقت، ژوندۍ او لویه او فردي تجربه، یوازې د پټو حواسو او روحعقل له لارې شونې ده. ټول زور زړه ته وسپارئ، ځکه چې «خدای شته»
ولې یې لیکم؟
د ژوند ژبه
انساني عقل چې څومره، په ذهني-فزیکي ژبه پورې وتړل شو، د ژوند ژبه یې هېره شوه. خدای خبر د ژوند ژبې یو عالم ژبور، د عقلي- متمدن انسان په اړه څه وايي!؟ پام مو دی؟ دې کرونايي بند موده کې، نور ژوندي ډېر ازاد برېښي!
نور بیا