۸صبح، کابل: په غور، بامیان، دایکندي او غزني ولایتونو کې ځایی سرچینې وایي، چې د واورې ورېدو له امله د دغو ولایتونو یو شمېر لارې او لویې لارې د ټرافیکو پر مخ بندې شوې دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د کابل – غور لويه لاره د پنجشنبې په ورځ د سلواغې پر۲۰مه، د بکک کوتل په سيمه کې د ټرافيکو پر مخ بنده شوې ده.
بل خوا، د غور ولایت د تولک، دولینه، شهرک، تیورې، ساغر او پسابند ولسوالیو لارې هم د واورې ورېدو له امله بندې شوې دي.
له دې سره هممهاله، په باميانو کې د طالبانو د ټولګټو رياست مسوولان وايي، چې له مرکز سره د ټولو ولسواليو لارې او دغه راز هغه لارې چې باميان له ګاونډيو ولايتونو او کابل سره نښلوي، بندې شوې دي.
اخوا، په دايکندي کې د طالبانو د ټولګټو رييس لعل محمد يوسفي خبريالانو ته ویلي دي، چې د دغه ولايت مرکز ته د ولسواليو غځېدلې لارې بندې شوې دي. نوموړي دغه راز په قوناق کوتل کې د باميانو – دايکندي د لويې لارې د بندېدو خبر ورکړی دی.
د غزني ځایي سرچینو هم د دغه ولایت د ناور، مالستان، جاغوريو او جغتو ولسوالیو د لارو د بندېدو خبر ورکړی دی.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، په شاه منصور او شمس الدين کوتلونو کې دزياتې واورې وريدو له امله ناور ته د جاغوريو، مالستان او جغتو غځېدلې لارې بندې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې دوه ورځې مخکې په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو خبرداری ورکړی و.