د جرمني، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو په ځینو ایالتونو کې د افغان ښځینه اعتراض کوونکو د نه خوړلو اعتصاب له ۱۲ ورځو وروسته پای ته ورسېد. که څه هم د دغو اعتصابونو په وروستۍ اعلاميه کې د ښځو د غوښتنو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو حکومتونو پر نه پاملرنې نيوکه شوې، خو اعتراض کوونکو ښځو ټينګار کړى، چې له طالبانو سره د خپلې مبارزې نوي پړاو ته دننه کیږي.
اعتصاب کوونکو ښځو زیاته کړې، چې په افغانستان کې د «جنسیتي اپارټایډ» د په رسمیت پېژندلو لپاره به خپلې مبارزې ته قانوني لارې ولټوي او په بېلابېلو لارو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي. د امریکا، جرمني او ملګرو ملتونو د بهرنیو چارو وزارتونو استازو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د جنسیتي اپارټایډ د په رسمیت پېژندنې غوښتنه خپلو دولتونو ته ورسوي. هغوی دغه راز غوښتنه کوي چې حکومتونه دې په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ مسأله ملګرو ملتونو ته راجع کړي، څو هیوادونه ژر تر ژره د جنسیتي اپارټایډ د په رسمیت پیژندلو لپاره اړین چوکاټونه او قوانین چمتو او تصویب کړي.
تمنا زریاب پرياني په داسې حال کې د وږي په ۲۱مه، د نه خوړو اعتصاب پای ته ورساوه، چې د دغو اعتصابونو ملاتړ مخ پر زیاتېدو و. تمنا پرياني او زرمینې پرياني د سپټمبر په لومړۍ نیټه د جرمني په کولن ښار کې د پرلت خیمه ووهله او د نه خوړلو اعتصاب یې پیل کړ. پرياني او نورو اعتراض کوونکو د جرمني له حکومت او ملګرو ملتونو د «جنسیتي اپارټایډ» د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه. بلخوا، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او دغه راز د نورو هېوادونو په یو شمېر ښارونو کې ښځې له تمنا او د هغې له خور سره همغږې شوې او خپل ملاتړ یې ترې اعلان کړ. د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ د مشرتابه غړې صابرې اکبري او رقیې ساعي اوه ورځې وړاندې په پاکستان کې د تمنا پرياني او نورو اعتراض کوونکو د نه خوړلو د اعتصاب په ملاتړ په اعتصاب لاس پورې کړ.
بلخوا، تمنا پرياني په یوې خبري ناسته کې د یوه ۷ ماده ییز پرېکړه لیک په صادرولو سره د بشري حقونو له ټولو فعالانو او مبارزینو چې له تېرو دولسو ورځو راهیسې یې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی وو، وغوښتل چې راتلونکو مبارزو او راتلونکو پړاوونو ته د چمتو کېدو په موخه د نه خوړلو اعتصاب پای ورسوي. د هغوی په اعلامیه کې راغلي: «زموږ د مبارزې دویم پړاو به په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ د په رسمیت پیژندلو لپاره د قانوني لارو لټول وي، ځکه چې د نړۍ هیوادونو تر دې دمه په همدې پلمه [په نړۍوالو قوانینو کې د جنسیتي اپارټایډ د واضح تعریف د نشتوالي له امله] د هغه له منلو ډډه کړې ده.
پریاني د خپل اعتصاب په وروستۍ ورځ وویل چې د نړۍ دولتونه په دې دلیل چې د «جنسي اپارټایډ» اصطلاح په نړۍوالو قوانینو کې بیان شوې نه ده، د هغې له په رسمیت پېژندلو ډډه کوي. خو دا څرګنده ده، چې د بشري حقونو ملاتړي دولتونه چمتو نه دي چې بشري حقونو ته خپله ژمنتیا وښيي او د طالبانو پر ضد جدي اقدامات وکړي.
د اعتراض کوونکو ښځو د اعلامیې له مخې، په تېرو څو ورځو کې د نوردراین ویسټفالن ایالت د پارلمان مرستیاله بریوان ایامز او د جرمني د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان او پاکستان د څانګې مشر گئورگ کلوسمان د اعتصاب کوونکي خیمې ته ورغلي او ډاډ یې ورکړی، چې د هغوی پیغام به د جرمني پارلمان او بهرنیو چارو وزارت ته ورسوي. اعلامیې زیاته کړې چې د نوردراین ویسټفالن ایالت د پارلمان مرستیالې د اعتصاب پر نهمه ورځ له تمنا زریاب پریاني وغوښتل، چې د نه خوړو اعتصاب پای ته ورساوه او په دغه پارلمان کې وینا وکړي.
د دې اعلامیې له مخې پریاني د نه خوړلو د اعتصاب د پای ته رسولو وړاندیز ونه مانه او ویې ویل:« چمتو نه ده، د جنستیي اپارټایډ له په رسمیت پېژندنې پرته، د دغه ایالت په پارلمان کې ویناوکړي، مګر دا چې د دغه پارلمان استازي په افغانستان کې د جنستیي اپارټایډ په رسمیت پېژندل په خپلې اجنډا کې شامل کړي او په دې توګه د افغانستان د ښځو ترڅنګ ودرېږي.»
په همدې حال کې د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا راپور ورکونکي ریچارډ بنټ تمنا پریاني ته په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې د دوی غوښتنې د امریکا له حکومت او ملګري ملتونو سره شریکوي.
خو تمنا زرياب پرياني یې په ځواب کې ویلي:«امريکا په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ د په رسميت پېژندلو لپاره د افغان ښځو د غوښتنې په تړاو چوپه خوله پاتې ده.» هغې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې په دې تړاو خپل دریځ اعلان کړي.
ښځو ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم کولای شي د افغان ښځو په ملاتړ د تشریفاتي اعلامیو له خپرولو پرته، په هیواد کې د جنسیتي اپارټایډ د په رسمیت پیژندلو لپاره رښتینې هڅې پیل کړي. د سیاسي بندیانو خوشې کېدل، له طالبانو سره د مالي مرستو بندېدل او پر طالب چارواکو د سفرونو بندیز د اعتراض کوونکو ځينې نورې غوښتنې دي.
له بلې خوا د افغان ښځو اعتراضي غورځنګونو په یوه پرانیستي لیک کې له ملګرو ملتونو په افغانستان کې د «جنسي اپارټایډ د حاکمیت» په اړه د یوه پریکړه لیک د صادرولو غوښتنه کړې ده. دغه پرانستي لیک د سې شنبې په ورځ د وږي په ۲۱ مه، د پروانې ابراهیم خېل نجرابي په ګډون د هېواد د یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو له خوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وسپارل شو.
په دغه لیک کې دوی د ملګرو ملتونو له چارواکو او د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د بشري اصولو لکه بشري حقونو، ډیموکراسۍ، د قانون د حاکمیت او ټولنیز عدالت په تړاو خپل ښه نیت ثابت کړي او په نړۍ کې دې د «جنسي اپارټایډ» یوازینۍ عیني بېلګه په رسمیت وپېژني.
په دغه لیک کې د افغان ښځو اعتراضي غورځنګونو دغه راز له افغانستان سره پر نغدي مرستو د بیا کتنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا مرستې باید طالبان پیاوړي نه کړي. د هېواد اعتراض کوونکو ښځو د طالب چارواکو پر بهرنیو سفرونو د بشپړ بندیز، د طالبانو له زندانونو د سیاسي، مدني او رسنیزو فعالانو له قید او شرط پرته خوشي کېدو او د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره د هر ډول هڅو د بندېدو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر د دې شورا په ۵۴ مه غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې بشري حقونه د له منځه تلو په حال کې دي. د هغه په وينا، د طالبانو له واکنمېدو وروسته په افغانستان کې پر بشري حقونو په تېره بيا د ښځو پر حقونو په سيستماتيک ډول بريدونه شوي دي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي وو، چې اوس په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ په تړاو بحث اړین شوی دی.