زه د یوې نجلۍ په توګه هره ورځ هغه راپورونه څارم چې په رسنیو په ځانګړې توګه په نړیوالو رسنیو کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خپرېږي؛ دا چې د زړه خبرې یې څه دي، کومې هیلې او موخې لري، د واکمن وضعیت پر وړاندې څه غبرګون ښيي او له دغه حالت سره څنګه چلند کوي. په وروستیو کې د الجزیرې له یوه راپور سره مخ شوم چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه و. راپور مې تر پایه وکوت، ځکه غوښتل مې د هغو نجونو او ښځو له خولې لا ډېر څه واورم چې دا محدودیتونه په عملي توګه تجربه کوي. په راپور کې د یوې ښځې خبرو ډېره اغېزمنه کړم. هغې ټینګار کاوه چې هېڅکله دې نه ناهیلې کېږو، ځکه هیله تل وي؛ که یوه دروازه تړل کېږي، لسګونه نورې به پرانیستل شي. هغې ټینګار کاوه چې ښځه خپله یو ځواک دی. د دې خبرې په اورېدو پوه شوم چې د وطن نجونې مې له ټولو محدودیتونو او هغو بدلونونو چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته رامنځته شوي، لا هم په ټینګ هوډ د راتلونکې پر لور روانې دي.
ښځې او نجونې زیانمنې شوې، خو درېدلې نه دي؛ بلکې د تېر پرتله په لا پیاوړي هوډ خپلې هیلې څاري. هغوی هڅه کوي داسې میراث پرېږدي چې راتلونکي نسلونه پرې وویاړي، ترې الهام واخلي او پوه شي چې د افغانستان په تاریخ کې څومره هوډمنې ښځې او نجونې وې او څومره هڅې یې کړې دي چې ژوند تر اوسني نسل پورې ورسېږي. هغوی غواړي راتلونکي نسلونه پوه شي چې د افغانستان په خاوره کې ښځه اوسېدل خپله پراخه زړورتیا غواړي؛ داسې زړه چې د روښانه اسمان په څېر پراخ وي او داسې هوډ چې د پولادو په څېر کلک وي.
نن مې د وطن د نجونو پر مخ ډېرې دروازې تړل شوې او ګڼې هیلې د محدودیتونو تر لوړو دېوالونو شاته په تمه دي؛ خو هېڅ دېوال نه شي کولی د انسان فکر زنداني کړي. د خوبونو او هیلو مخنیوی نه شي کېدای او هیله د هېڅ فرمان په وسیله د انسان له زړه نه شي ایستل کېدای. ښايي نن نجونې په هر هغه ځای کې چې غواړي یې، د تګ اجازه ونه لري، خو لا کولی شي فکر وکړي، زده کړې وکړي، ولیکي او د یوې ښې سبا د جوړولو لپاره هڅې وکړي.
ښايي ځينې مهال یې غږ د تل په څېر لوړ نه وي، خو چوپ شوی هم نه دی. همدا واړه غږونه، همدا ستړي خو هیلهمن قلمونه او همدا زړونه چې لا هم د راتلونکي لپاره ټوپونه وهي، یوه ورځ به د دې خاورې د تاریخ برخه شي. باوري یم چې د افغانستان تاریخ یوازې پر جګړو، حکومتونو او پېښو نه لیکل کېږي؛ د دې خاورې د تاریخ یوه برخه هغه ښځې لیکي چې په سختو ورځو کې تسلیمې نه شوې.
زما په خاوره کې ښځه اوسېدل اسانه نه دي، خو همدا ننګونې دي چې د یوې ښځې لپاره د ځواک مانا لا ژوروي. ځواک تل د لوړ غږ پورته کولو یا په لوړو مقامونو کې د درېدو مانا نه لري؛ ځواک کله کله دا دی چې سهار له خوبه راپاڅې او د ټولو ناهیلیو سربېره، بیا هم د راتلونکي په اړه فکر کوې. ځواک کله کله دا دی چې ماتې وخورې، خو ماتې ته اجازه ورنه کړې چې هیلې دې درڅخه واخلي یا دې له هڅو راوګرځوي. ځواک کله کله دا دی چې په تر ټولو تیاره شپو کې خپله د خپلې هیلې څراغ واوسې.
زه د خپل وطن پر نجونو باور لرم؛ پر هغو نجونو چې ښايي نن له سختې لارې سره مخ وي، خو سترګې یې لا هم د اسمان پر لور دي. پر هغو نجونو چې پوهېږي ژوند یوازې هغه څه نه دی چې نن ورته ټاکل شوی؛ هغوی حق لري داسې راتلونکې تصور کړي چې پکې په ازاد ډول زده کړې وکړي، خپل انتخابونه ولري او خپله خپل غږ واوسي.
پوه شوې یم چې ښايي نننۍ نسل ونه توانېږي خپلو ټولو غوښتنو ته ورسېږي، خو کولی شي سباني نسل ته یې تخم وکري. ښايي ځینې مو موخو ته ونه رسېږو، خو کولی شو د بلې نجلۍ لپاره لار هواره او اسانه کړو. تر دغه به بل کوم ښکلی میراث وي چې راتلونکی نسل تېر ته وګوري او ووایي: «هغوی په سختو ورځو کې تسلیمې نه شوې؛ هغوی راته د هیلې څراغ بل ساتلی و.»





