که څه هم د اسلام سپېڅلي دین ښځې ته ځانګړی حق او مقام ورکړی چې پر نارینه وو یې د دغو حقونو خوندیتوب لازمي ګرځولی، خو له بده مرغه په افغانستان کې د ښځو حقونو ته دومره پام نه کېږي او په ډېری سیمو کې له ځورونو او تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.
په افغانستان کې ډېری ودونه د سیمه ییزو دودونو له مخې کېږي، نجونې په کمو عمرونو کې ودېږي، کوچنۍ نجونې د دوی له خوښې پرته بوډاګانو ته په نکاح کېږي، نجونې په بدو کې ورکول کېږي او په ټول کې نجونو ته د خپل ژوند ملګري د انتخاب حق نه ورکول کېږي چې په ډېری موردونو کې دا جبري ودول په ګډ ژوند کې د ستونزو او اختلافاتو لامل کېږي.
نو ددې لپاره چې د ښځې او خاوند ژوند په خوښۍ او له مینې او محبته ډک وي اړینه ده چې میندې او پلرونه د لوڼو په ورکولو کې له ډېرې ځیرتیا کار واخلي، له خپلو لوڼو سره له مشورو او د هلک او د هغه د کورنۍ په اړه له پوښتنو کروېږنو وروسته د نکاح لپاره اقدام وکړي. د اسلامي شریعت او د نړیوال بشري قانون له مخې واده باید د دواړو لوریو په خوښه وي او هلک او نجلۍ باید په دې پيوند رضایت ولري.
د ځینو څېړنو له مخې، په هېواد کې ۳۸ سلنه نجونې د دوی د خوښې پرخلاف ورکول کېږي چې کابو پنځوس سلنه ښځې له خپل کورنۍ ژونده ناخوښې وي. که څه هم په کلیو او بانډو کې د ستر او حجاب له پلوه ښځې د ښارونو په پرتله ډېرې خوندي او قدرمنې دي خو په همدې سیمو کې بیا له هغوی سره د نارینه وو چارچلند د خورا اندېښنې وړ دی؛ ځکه په ځینو سیمو کې ښځې د نارینه وو په پرتله سختو کارونو ته مجبورېږي او کرۍ ورځ په سختو کارونو تېروي. که څه هم په وروستیو کلونو کې د جګړو او ناخوالو له امله د هېواد په ګوټ ګوټ کې په زرګونه مېرمنې کونډې او میندې بورې شوې او دوی دې ته اړ شوې چې د خپلو ماشومانو د پالنې ترڅنګ د دوی د خوړو او اړتیاوو د برابرولو لپاره سختو کارونو ته مخه کړي. خو په ځینو کورنیو کې نارینه د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند کوي او یوازې د کور د خدمتګارې په سترګه ورته ګوري او له بده مرغه په دغه راز کورنیو کې ښځې له خپلو اسلامي او انساني حقونو بې برخې دي. په ډېری کورنیو کې ښځو ته د مشورې او نظر ورکولو حق نه ورکوي په کوچنۍ تېروتنه یې رټي او آن وهي ټکوي یې چې دا نه یوازې د اسلامي بلکې د انساني اصولو پرخلاف عمل دی.
که څه هم د لیک لوست زده کړه پر نر او ښځه فرض ده خو ډېری کورنۍ خپلو لوڼو ته دا حق نه ورکوي، په داسې حال کې چې که ښځه لوستې وي او زده کړې وکړي ددې ترڅنګ چې خپلې کورنۍ او ټولنې په تېره بیا مېرمنو ته د خدمت جوګه کېږي له خپلو لومړنیو حقونو هم په ښه توګه خبرېږي او د اسلامي اصولو په چوکاټ کې کولای شي خپل او د خاوند حقوقو ته درناوی وکړي.
په ښارونو کې که څه هم د ښځو د لیک لوست او کار کولو زمینه برابره شوې خو له بده مرغه ترڅنګ یې بربنډتوب او اخلاقي فساد هم زیات شوی چې دا د کورنۍ جوړښت او نوي نسل د روزلو په برخه کې خپل زیانونه له ځان سره لري. نو باید ښځو ته د اسلام په چوکاټ کې خوندي د زده کړو زمینه برابره شي ترڅو په ډاډمنه توګه زده کړې وکړي او په ځینو مسلکي برخو لکه روغتیا او اسلامي علومو کې د ټولنې نورو وګړو ته د خدمت جوګه شي.
ځکه د ښځو بنسټیز حق هغوی ته د خوندي زده کړو د زمینې برابرول دي، همداراز باید د کورنۍ د مهم غړي په توګه د نظر او نیوکې حق ورکړل شي او د کورني جوړښت په برخه کې ورته ونډه ولري. ښځه ددې حق لري چې په ځینو ورځنیو چارو کې تصمیم ونیسي، مینه ورکړل شي او په چارو کې د کور له نارینه وو سره همکاري وکړي. ځکه ښځه، مور، خور، لور او مېرمن ده چې په هر دغه مقام کې د خپل مسوولیت د ادا کولو وړتیا او ظرفیت لري.
که څه هم زموږ په هېواد کې ناامنۍ او بې وزلۍ د ټولنې پر ټولو پرګنو خپل کرغېړن سیوری غوړولی خو له دغو ناخوالو سره سره بایده دي چې کورنۍ د ښځو اسلامي او انساني حقونو ته درناوی وکړي ترڅو مېرمنې د راتلونکي نسل په ښه روزلو کې لاپياوړی رول ولوبوي. په دې هیله چې د هېواد مېرمنې مو په اسلامي سیرت او اخلاقو سنبال او د نارینه وو ترڅنګ د غوره او له فساد پرته ټولنې په جوړښت کې ونډه واخلي.