۸صبح، کابل: «افغانستان کې ښځې» نړیواله غونډه ترکیه کې د بېلابېلو هېوادونو د اکاډمیکو څېړونکو او د دوو افغان مېرمنو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې، چې شنبه د سلواغې پر اتمه نېټه د ترکیې په انقرې ښار کې ترسره شوه د امریکا، ترکیې، هند، اندونیزیا او ازبکستان د پوهنتون استادانو او همداراز د عالیه یلماز او منیژه بهره په نوم دوو افغان مېرمنو ګډون درلود او د افغان ښځو د وضعیت په اړه یې له بېلابېلو اړخونو خبرېاترې وکړې.
په دې غونډه کې افغانستان کې د ښځو د بېلابېلو تاریخي دورو په ځانګړې توګه د طالبانو د دورې مستند هم نندارې ته وړاندې شوی دی.
د دې غونډې په پای کې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د جدي اقدام او پاملرنې په ځانګړې توګه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان مېرمنو په اړه پرېکړهلیک هم صادر شوی دی.
د ویلو ده، چې دغه غونډه د نوي ختیځ انستیتوت (Yeni Doğu Enstitüsü)، د ګوهرشاد د څېړنو او مطالعاتو مرکز او له زیانمنونکو ډلو د ملاتړ د نړیوالې ټولنې په همکارۍ ترسره شوه.